د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند :د سړک غاړې چاودنې یو برتانوی سرتېری ووژلی


د برتانییا د دفاع وزارت وایي د افغانستان په جنوبي برخه کې د سړک غاړی یوه بمي چاودنه کې یو برتانوی پوځي وژل شوی.

دې سرتيري په جنوبی ولایت هلمند کې د نهر سراج په میرمنداب سیمه کې د امنیت دنده تر سره کوله .

د دې سرتیري د وژنی سره د 2001 کال اکتوبر د میاشت راهیسې په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال د وژل شویو برتانوي سرتېرو شمېره دری سوه شپږ اتیا 386 ته و رسیدله.
سږ کال دا ۳۸ سرتیری دی چې وژل کیږي.

برتانییا په افغانستان کې تقریبا نهه زره پنځه سوه سرتيري لري. چې په هلمند ولایت کې میشت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG