د لاسرسي ځای

تازه خبر

له زرداري سره دسرلښکر کیاني او امريکايي سفير لیدنه


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري


رياض موسه خيل - اسلام آباد


د نهې په ورځ په اسلام آباد کې د پاکستان له ولس مشر آصف علي زرداري سره په دغه هیواد کې د امريکا سفير کيمرون منټر لیده کاته کړي.
د صدارتي ماڼې لخوا جاري شوې خبرپاڼې له مخې په دغه ملاقات کې په دوه اړخيزه تعلقاتو خبرې وشوې.

او تر دې وړاندې د پاکستاني پوځ سر لښکر جنرال اشفلق پروېز کیاني هم له ولسمشر زرداري سره لیدلي او د ملک په روانو سیاسي حالاتو او د قبایلي سیمو پر امنیت خبرې کړې دي.

که څه هم په سر ښار اسلام آباد کې دغه ډول لیده کاته د معمول برخه وي خو د سياسي چارو کارپوهان دې ملاقاتونوته ډير اهميت ورکوي او وایي چې نيمه ګنټه کې دننه دننه کيدونکو ملاقاتونو کې په ډيرو مهمو او نازکو نقطو خبرو شوې دي.

له مشال ريډيو سره په خبرو کې د دفاعي او سياسي چارو کار پوه او پوهاند حسن عسکري وايي چې د دې ملاقاتونو مقصد د پاکستاني پوځ او امريکا تر منځ بعضې ګيلې مانې ختمول وو، چې په تيرو ورځو کې د يو شکمن لیک په اړه راپورته شوې وې.دی زياتوي چې دا خبره نه ده معلومه چې دا خط چا ليکلی دی.
دغه شان د سياسي او خارجه چارو يو بل کار پوه شفقت محمود مشال ريډيو ته وويل چې د يو شکمن خط چې ولسمشرزرداري ليکلي وو يا نه خو له هغې وروستو د پاکستان پوځ د حکومت نه داسې خفګان لرلو چې ولې په ملکي معاملو کې امريکا ته د مداخلې ويل کيږي، نو هرمرو به په دې ملاقاتونو کې په هغه چارو غور شوی وي. او ولسمشر هم د دغې خبرې د سپیناوي لپاره په امريکا کې د پاکستان سفير حسين حقاني هم پاکستان ته رابللی دی.

د يادونې وړ ده چې له تيرو څو ورځو راهیسې په پاکستاني مطبوعاتو کې داسې خبرونه راځي چې ګني د ايبټ آباد پيښې وروستو ولس مشر آصف علي زرداري د يوه پاکستان کاروباري تن منصور اعجاز په لاس د امريکايي ځواکونو مشر مائيک مولن ته يو پيغام ليږلې وو چې بعضې پوځي چارواکي د هغه خلاف دي او د ده د حکومت تخته چپه کول غواړي او امریکا باید مخنيوې وکړي.
XS
SM
MD
LG