پراګ - د هند او پاکستان وزیر اعظمانو ویلي، د اړیکو د یوه نوي باب پرانیستل ضروري دي.
یوسف رضا ګیلاني، او ډاکتر منموهن سنګ دا خبرې د جنوبي اسیايي هیوادونو د همکارۍ سازمان سارک په روانه غونډه کې د برخې اخیستو پر مهال د لیدو پر مهال کړې دي.
تر دې مخکې، د پاکستان وزیر اعظم وویل په سارک کې شامل ټول هیوادونه باید د تره ګرۍ پر ضد په ګډه اقدام وکړي.
دی وايي چې له خپل هندي سیال سره د کشمیر، سېر کریک او د اوبو پر مسلو خبرې شوې دي.
د پاکستان و هند تر منځ د خبرو اترو لړۍ په ۲۰۰۸ز کال کې د ممبۍ تر ترهګرو بریدونو وروسته ماته شوې وه.
په دې بریدونو کې له ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي ول، او د دې بریدونو پړه هند په پاکستان کې پر مېشتې اورپکې ډلې لشکر طیبه اچولې وه.
میاشتې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر د هند سفر کړی وو او هلته یې د دواړو هیوادونو د اړیکو ښه کولو لپاره هلې ځلې کړې وې.
پاکستان، اوونۍ مخکې هند ته په سوداګرۍ کې د تر ټولو غوره هیواد درجه ورکړه.