د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سارک غونډې په ترڅ کې د هند وپاکستان مشرانو ولیدل


د هند وزير اعظم من موهن سينګ له خپل پاکستاني سيال یوسف رضا ګيلاني سره د هند په موهالي کې د کرکټ لوبې پرمهال.۳۰ مارچ ۲۰۱۱
د هند وزير اعظم من موهن سينګ له خپل پاکستاني سيال یوسف رضا ګيلاني سره د هند په موهالي کې د کرکټ لوبې پرمهال.۳۰ مارچ ۲۰۱۱
د هند وزير اعظم من موهن سينګ له خپل پاکستاني سيال یوسف رضا ګيلاني سره د ملاقات پر مهال د اړيکو د يو نوي باب د پرانيستلو خبره کړي.

د سارک يا د جنوبی ایشيا هيوادونو د همکارۍ د هيوادونو تنظيم غونډه په مالديپ کې روانه ده چې پکې په سیمه ایزو مسلو خبرې کيږي.

د هند او پاکستان د وزیراعظمانو تر منځ په ناسته کې د کشمیر،اوبو او سرکریک په شخړه خبرې وشوې.

له ملاقات وروسته د پاکستان وزیراعظم خبریالانو ته وویل چې له خپل هندي سیال سره په ټولو اړوندو مسلو یې خبرې کړې او تمه یې وښودله چې له دې ناستې سره د دواړه هیوادونو ترمنځ د راشه درشه په برخه کې د نوي دور پیل وشو.

د هند وزیراعظم هم له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې ، موږ په تېرمهال کې ډېر وخت ضایعه کړی دی او اوس یې وخت دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړيکي لا پسې ټینګ شي.موږ تمه لرو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ راتلونکې غونډه به ډېرې مثبتې نتیجې ورکړي او د دواړو هیوادونو د ولسونو مستقبل له یو بل سره تړلی دی.٬٬

دګیلاني او سینګ د اوسني ملاقات په اړه د سیاسي او دفاعي چارو کاپوه حسن عسکري وايي چې اوس د هندوپاکستان ترمنځ تر ډېره په تاوتریخوالي کې کمی راغلی دی.دی زیاتوي ، کله چې د وزیراعظمانو په کچه ملاقاتونه کېږی نو هغه په اصولو ولاړ وي او پکې یو لړ موضوعګانو باندې بحث کېږي خو په دې باب د لا تفصیل لپاره د دواړو هیوادونو نور لوړپوړي چارواکې خبرې کوي. زه دا وایم چې له دې ناستې د دواړو هیوادونو ترمنځ په تعلقاتو کې مثبت بدلون راغلی دی.او دواړه مشران غواړي چې د ملاقاتونه دا سلسله دې روانه وي چې یوه ګټوره نتیجه راوباسي.٬٬

د سارک هیوادونو لسم کنفرانس نن په مالدیپ هیواد کې پرانستل شو چې پکې د جنوبي اسیا اوه ملکونه هند،پاکستان،بنګله دېش ،بوټان،سري لنکا،نیپال او مالدیپ او له منځنۍ اسیا یوازني هیواد افغانستان برخه لري.د افغانستان استازیتوب ولسمشر حامد کرزی کوي.
XS
SM
MD
LG