د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي ګټې څه دي؟


د پاکستان د پارلیمنټ ودانۍ
د پاکستان د پارلیمنټ ودانۍ

له پاکستان څخه په خپريدونکې ورځپاڼې ايکسپريس ټریبيون کې د يو ملک د ملي ګټو په باره کې مقاله خپره شوي او د بيلابيلو تعريفونو په راوړلو سره د پاکستان پر ملي ګټو د بحث په ترڅ کې پر دې خبره شوي چې د يو کمزوري او يو پياوړي هيواد ملي ګټې بايد کومې وي؟

د ایکسپريس ټریبيون ورځپاڼې په دې مقاله کې راغلي چې پاکستان په افغانستان کې د خپلو ملي ګټو په اړه د انديښنې څرګندونه کوي خو د ليکوال خالد احمد په وينا په حقيقت کې دا ويره خپرول دي.

ليکوال وايي چې په کشمير کې هم د پاکستان د ملي ګټو خبره زمکني حقيقتونو ته په کتلو سره تته ده. په مقاله کې پوښتنه شوي چې آيا کشمير د ارجنټاين فالکلينډ يا د هند د اکسي چين په شان دی که څنګه؟ ارجنيټاين د فالکلينډ په اړه داسې پالیسي خپله کړه لکه پاکستان چې په کشمير خپله کړي او نتيجه يې دا شوه چې دی وځوريد خو هند برعکس د چين سره تجارتي اړيکې پراخه کړي.

ليکوال وايي چې پوځي نظامونه د يو ملک ملي ګټې دايمي ګڼي خو ټاکل شوي، د خلکو حکومتونه ملي ګټو ته په دې نظر ګوري چې د وخت سره بدليدلی شي.

د ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې د مقالې ليکوال زياتوي چې ملي ګټې نور څه دي. د نوموړي په وينا د يو هيواد بهرنئ پاليسي د قوت له مخې پرمخ ځي. که يو هيواد پياوړی وو نو دا به خودمختاره وي. همداراز هغه ملک چې دوه نورې وړتياوې لري، لوی قوت ګڼل کيږي. دا دوه وړتياوې له خطرونو دفاع او پر نورو هيوادونو خپله خبره منل دي. ليکوال وايي چې د ملي ګټو ساتل دا دي چې يو ملک په دې دوو وړتياوو کې يوه ولري.

په مقاله کې پوښتنه شوي چې د يادې خبرې په تناظر کې به د کمزورو هيوادونو ملي ګټې څه وي؟ ليکوال دا پوښتنه داسې ځوابوي چې کيدای شي يو ملت بل څه فکر ولري خو د يو کمزوري هيواد ملي ګټې به دا وي چې د داسې يو هيواد له خوا خطر سره مخ نه شي چې د خطر د پيدا کولو جوګه نه وي. دوهمه دا چې د داسې يو ایتلاف برخه شي چې د دښمن د قوي کولو د لاملونو مخنيوی کولی شی. دريمه دا چې د بهرنيوو فشارونو څخه له بچ کيدو لپاره په کور دننه د اصلاحاتو د راوستلو وړتيا ولري او څلورمه دا چې د دې قابله وي چې په ملګرو ملتونو کې د داسې يو ايتلاف د جوړولو مخه ونيسې چې په نړيواله کچه يو ملک يوازې کولی شي.

د ایکسپريس ټريبيون د دې مقالې ليکوال زياتوي چې دې خبرې ته په کتو سره که د پاکستان حالت ته وکتل شي نو ليدل کيږي چې پاکستان غواړي خپل مشکلات له بهره پيدا شوي وښئ خو هغه څه چې دوی يې له دې کاره لاس ته راوړي، يوازيتوب دی او په نړيواله کچه ځان يوازې کوي.
XS
SM
MD
LG