د لاسرسي ځای

تازه خبر

په یونان کې د بیړني حکومت جوړولو هلې ځلې ناکامه شوې


د یونان وزیر اعظم جارج پاپانډرییو د سوشلیسټ ګوند پارلماني غړو ته تر خپلې پارلماني وینا مخکې لاس خوځوي.
د یونان وزیر اعظم جارج پاپانډرییو د سوشلیسټ ګوند پارلماني غړو ته تر خپلې پارلماني وینا مخکې لاس خوځوي.
د یونان سیاسي ګوندونه تر دې دمه په رایو ځای کېدلو او د بیړني اتحادي حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي چې دا ډول د یو سل دیرش 130 ببلین یورو برابر د مرستو او د ژغورنې نړیوال پیکېج تر لاسه شي. او دغه هیواد چې له مالي بحران سره مخامخ دی په یورو استعمالونکو هیوادونو یا یورو زرون کې پاته شي.

د هیواد وزیر اعظم جارج پاپانډرییو د ضرورت په صورت کې د وزیر اعظم څوکۍ پریښودلو باندې رضا ښودلې چې دا ډول ایتلاف ته د رسیدلو لپاره لاره هواره شي.

خو د دې پر ځای محافظه کار مخالف ګوندونو د اتحادیه جوړولو مخالفت کړی او د جارج پاپانډرییو نه د استعفی ورکولو او په سمدستي ډول د انتخاباتو غوښتنه کوي.

د مخالف ګوند نیو ډیموکراسي پارټۍ مشر اینټونس سماراس وایي ،
موږ یواځي یو څيزونه غواړو او هغه دا چې بیرته عادي حالت ته لاړ شو او انتخابات دې وکړل شي چې دا ډول په دغه هیواد کې استحکام راولو ، د شوي نقصان د سمولو لپاره ګامونه پورته کړو او زر تر زره یې د دې خراب خوب نه را او باسو.

وزیر اعظم جارج پاپانډرییو ویلي یونان به يواځې په هغه صورت کې په یورو زون کې پاتې شي چې د کفایت شعارۍ ګامونه پورته کړي چې د اروپایي اتحادیې نه د مرستو دغه پیکېچ تر لاسه کړي.

د یونان صدر به نن د نیو ډيموکراسي په نامه د محافظه کار پارټۍ د مشر سره ګوري چې دا ډول د اتحادیې په جوړولو خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG