د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان :د يو بل خبریال خراب مړی وموندل شو


په بلوچستان کې له تېر څه باندې یو نیم کال راهیسې د تېښتول شویو کورونیو غړي د خپلو خپلوانو د راخوشي کېدو غوښتنې کوي خو اکثره د هغوی مړي د وزل کیدو وروسته غورځول کېږی.
په بلوچستان کې له تېر څه باندې یو نیم کال راهیسې د تېښتول شویو کورونیو غړي د خپلو خپلوانو د راخوشي کېدو غوښتنې کوي خو اکثره د هغوی مړي د وزل کیدو وروسته غورځول کېږی.

د خضدار سیمې د لیویز چارواکي وايي يو خراب شوی مړی ورته په لاس ورغلی، چي وروسته يې پيژندګلو د خبریال نصیررند په نامه وشوه.

نوموړی يوه میاشت مخکې له حب سیمي لادرکه شوی وو. چي اوس يې مړی و موندل شو.

د بلوچستان د خبریالانو اتحادیې تېر ماښام د نصیر رند د وژنی پر ضد مظاهرې وکړې او له حکومته یی غوښتي چې ککړ کسان دی و نیول شي او پر ضد دې کاروایي وشي.

له دې وړاندې په صوبه کې ۱۴ خبریالان په هدفي وژنو، او داسې نورو بریدونو کې وژل شوي دي چې د خبریال نصر رند په وژنه سره یې شمېره ۱۵ هغو ته ورسېده.

په بلوچستان کې اکثره د وژل شویو بلوڅانو مړي په دغه حالت کې موندل کېږي
په بلوچستان کې اکثره د وژل شویو بلوڅانو مړي په دغه حالت کې موندل کېږي
په بلوچستان کې له تېر څه باندې یو نیم کال راهیسې د تېښتول شویو کورونیو غړي د خپلو خپلوانو د راخوشي کېدو د کوټې پریس کلب مخې ته احتجاجي کیمپ هم لګولی دی خو اکثره د هغوی مړي د وژل کیدو وروسته غورځول کېږی.

په بلوچستان کې دوه ورځې وړاندې هم د اوو بلوڅانو مړي موندل شوی دي چې د بیلا بیلو بلوڅملتپالو ډلو پورې تړاو لري.

بلوڅملتپالي ددغه وژنو ذمه واري د پاکستان پر استخباراتي ادارو اچوي چې دوی د دوی په خبره هغوی ته د خپلواکه بلوچستان د غوښتلو د مبارزې او جهدوجهد سزا ورکول کېږي خو د پاکستان اتخبارات د دوی داتورونه ردوي.
XS
SM
MD
LG