د لاسرسي ځای

تازه خبر

له اورپکو سره د پاکستان اړیکي امریکايي فشار زیاتولای شي


 د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني
د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني


په نيويارک تایمز ورځپاڼې کې ليکوالانو پير زبير شاه او کارلوتا ګال مقاله د پاکستان لخوا ا ورپکو سره اړيکو او د امريکا د فشار په اړه ليکلي ده. ورځپاڼه ليکي چې د امريکا د بهرنو چارو وزيرې هيلري کلنټن د اکتوبر مياشت کې د پاکستان په سفر کې د استخباراتي اداري ای ايس ای نه غوښتنه کړی وه چې حقاني ډله د خبرو اترو لپاره سلا کړي او يا ددې ډلي پرضد قبايلي سيمو کې اغيزمنه کاروايي وکړی.

ورځپاڼه زياته وی چې پاکستان سره ډير جوازونه دي چې امريکا مايوسه کړی. د امريکا د ډرون بريدونو باوجود هم د حقانی ډلې مشران بچ دي او دوی په قبايلي سيمه کې پټ نه دي.

ورځپاڼه د ترهګری ضد جګړی يو څيړونکي او د حقاني ډلي په اړه کتاب ليکونکي واحد براون له خولي په مقاله کې ليکي چې ددوی په خيال حقاني په ښاري سيمو کې اوسيږی.

د حقانی ډلي او د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو اړيکي دومره مضبوط دي چې دوی په سرښار اسلام اباد کې لیدل شوي. د شمالي وزيرستان يو مشر وايي چې د اسامه بن لادن په اړه هم ګومان کيدو چې په قبايلي سيمو کې پټ دي خو اسامه د پاکستان پوځ له یوې چاوڼۍ سره نزدې امريکايي کمانډوز وژلو. ايا د اسامه په اړه د پاکستان استخباراتو ته معلومه وه دا لا تر اوسه پوري ناڅرګنده ده.

ورځپاڼه د قبايلي مشر له خولي په مقاله کې زياته وی چې د اسامه په لټون له کلونو راهیسي د امريکا ډرون بريدونو د هغوی ژوند تباه کړو خو اسامه یې په ایبټ اباد کې وموندو نو هم دغه شان به حقاني په قبايلي سيمو کې نه بلکي په یو بل ځای کې وموندي.

ورځپاڼه ليکي چې په دې هيواد کې د حقاني ډله بې له بندیزه خوځېږي او ددې اندازه له دې اخیستلای شی چې په جولايي مياشت کې د پاکستان په لویې ديني مدرسې دارالعلوم حقانيه کې د طالبانو د دستار بندۍ دستوره شوي وه.

په زرګونو طالبان په اکوړه خټک کې راجمع شوي وو چې د حقاني د کورني خلک هم پکي موجود وو. ورځپاڼه ليکي حقانيان په ګينټو په مدرسه کې موجود وو او ظاهره ده چې د پاکستان استخباراتي ادارو ددې څارنه هم کوله.

د حقاني ډلي په هر يو ځای کې کورنه دي او په اسلام اباد کې هم کورونه دي او د پاکستان پوځ سره د ملاقاتونو لپاره د بنډي ته هم ځي. ورځپاڼه ليکي چې په دستار بندی دستوره کې خليل حقاني چې د جلال الدين حقاني ورور دی موجود وو. خليل حقاني د دې ډلې لپاره مالي مرستې راغونډه وي او د متحده عرب اماراتو ته مسلسل سفر کوي. د فروری مياشت کې ملګرو ملتونو پر خليل حقاني له القاعده ډلي سره د مرستو په تور بنديزونه اعلان کړي وو.


ورځپاڼه د ترهګری ضد جګړی يو څيړونکي او د حقاني ډلي په اړه کتاب ليکونکي واحد براون له خولي په مقاله کې ليکي چې ددوی په خيال حقاني په ښاري سيمو کې اوسيږی.


د خبری رپورټونو او قبايلی مشرانو ترمخه د حقاني, رور ابراهيم حقانی له ۲۰ کلونو راهسي په اسلام اباد کې ژوند کوي او په پټ ,سفارتي اسنادو کې هم څرګنده شوي چې دوی د اماراتو سفر به د پاکستان څخه کولو. ابراهيم حقانی د اګست په مياشت کې امريکایی چارواکو سره ليده کته کړی وو.

ورځپاڼه زياته وی چې د جلال الدين حقانی زوی سراج الدين حقاني چې ددې ډلې مشر دی په ازاده توګه پاکستان کې ګرځي. ورځپاڼې ته د پاکستان يوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ويلي چې ددې خبرې دا مطلب دی چې سراج حقاني ته حفاظت ورکړی شوی ځکه چې په ازاده توګه ګرځي.

ورځپاڼه ليکي چې د پاکستان پوځ او استخبارتي ادارې دا ګني چې حقاني ډله له دوی لپاره مناسبه ده هغه ځکه چې دوی پښتانه دي خو قام پرسته نه دي او نور باوري شوي دي او په افغانستان کې د هند پرضد یې هم کاره ولي شي.

نيویارک ټایمز د پاکستاني انګريزی ژبې ورځپاڼې د ايډيترې ذهره ملک د اي ميل حواله ورکوي چې دهغې په وينا د پاکستان پوځي جنريلان دا ګني چې د حقاني ډلي پرضد کاروايي ځکه نه کوي چې دوی ته ددې ډلې ضرورت دی. خو پاکستان له دې تورنو نه انکار کوی.
XS
SM
MD
LG