د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د تيلو بيیې ټیټې شوې


په پاکستان کې تل د تېلو بحران تر سترګو کېږي
په پاکستان کې تل د تېلو بحران تر سترګو کېږي

رياض موسا خيل - اسلام آباد

په پاکستان کې د تيلو او ګيس د نظم ادارې اوګرا د پيټرولو نرخ کې يوه روپۍ څلور پنځوس پيسې او د خاورو تيل په نرخ کې د شپږ اتيا پيسو کمی کړيدی.
د اوګرا لخوا جاري شوې اعلاميیې ترمخه د پيټرولو نوی نرخ اووه اتيا روپۍ يو څلويښت پيسې او د خاورو تيلو نرخ پنځه اتيا روپۍ شپږ اوويا پيسې ته راټیټ شوی دی.

اعلاميه زياتوي چې نوي نرخونه به د نومبر د ړومبۍ نيټې نه عملي وي.
خو خلک د پيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې راوستل شوی کمی مسترد کړی او وايي چې کله د نرخ زياتولو خبره وي نو شپږ اووه روپۍ په يوځای یې زياتوي او کله چې د کمولو خبره راشي نو يوه روپۍ یې کموي.
د جيټروپا نومې بوټي نه هم ډيزل جوړيږي بايد چې پاکستان دا کار وکړي، دغه شان د چينو ملونه هم داسي مواد پيدا کوي چې د ګاډو چليدو لپاره استعماليدای شي او له دې سره سره کومو ځايونو نه چې تيل راوځي دهغې انتظام هم سمول پکار دي.

يو بل تن مشال ريډيو ته وویل چې نرخونه کمول خو ځانله خبره ده خودا ښه ده چې زيات کړي يې نه دي



دغه شان له کراچۍ سره تعلق لرونکی د تيلو يو کاروباري رحمت خان وردګ وايي چې مخکنیو حکومتونو کې به په کال کې صرف يو ځل نرخونه سيوا کيدل خو اوس هر کال نرخونه لاندې باندې کېږي ، او خواږه یې ولس ته نه رسي.


د جیټروپا له بوټي ډیزل پیدا کېږي .کارپوهان وايي پاکستان باید په دې برخه کې خپل پیداواري صلاحیت زیات کړي.
د جیټروپا له بوټي ډیزل پیدا کېږي .کارپوهان وايي پاکستان باید په دې برخه کې خپل پیداواري صلاحیت زیات کړي.
د اقتصادي چارو کار پوه اکرام هوتي وايي چې د نړيوالې منډۍ سره سره پاکستان نور هم ډير څيزونه په نظر کې ساتي، لکه د تيلو په وړو راوړو لګښتونه، په تيرو وختونو کې په ډيزلو ورکړل شوې سبسیډي، او دا هم چې که ناڅاپه د تيلو نرخ ډيرزيات بره لاړ شي نو له حکومت سره به دومره څه وي چې ټول زور یې په ولس رانشي.

د اکرام هوتي وينا وه چې پاکستان تر اتيا فيصده پورې تيل له بهرنۍ نړۍ نه راغواړي او ضروري ده چې پاکستان په خپلو پښو د ودريدو اقدامات وکړي.


د جیټروپا تخم چې ډیزل ترې پیدا کېږي.
د جیټروپا تخم چې ډیزل ترې پیدا کېږي.
نوموړي زياته کړه چې د جيټروپا نومې بوټي نه هم ډيزل جوړيږي بايد چې پاکستان دا کار وکړي، دغه شان د چينو ملونه هم داسي مواد پيدا کوي چې د ګاډو چليدو لپاره استعماليدای شي او له دې سره سره کومو ځايونو نه چې تيل راوځي دهغې انتظام هم سمول پکار دي.او تر ټولو اهم دا چې ولس دې هم تر خپله حده د تيلو استعمال کم کړي نو دې سره به د تيلو غوښتنه کمه شي.

ياده دې وي چې دا ځل د تيلو وزارت خپله سمرې کې د ماليیې وزارت ته ليکلي وو چې په نړيواله منډۍ کې د تيلو بيیې د ۹۳ ډالره بيرل نه راکمې شويدي نو بايد چې د پيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې کمې راوستې شي چې پکې د پيټرولو نرخ پنځه روپۍ پنځه پنځوس پيسو پورې د کمولو ویل ي شوي وو.
XS
SM
MD
LG