د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې پر وسله والو د ډرون بل برید


ډرون الوتکې د وسله والو د پټنځایونو پر وړاندې یوه غوره وسله ګڼل کېږي
ډرون الوتکې د وسله والو د پټنځایونو پر وړاندې یوه غوره وسله ګڼل کېږي
د پاکستان پر قبایلي سیمه شمالي وزیرستان د مشکوکو بې پيلوټه امریکايي الوتکو د بریدونو لړۍ دوام لري او بیګا شپه یوارې بیا په دغه سیمه کې یوشمیر سخت دریځي وسله وال په نخښه شوي.

له سیمې رارسیدلي راپورونه وايي،چې دا برید برایه ماخوستن شاوخوا اته بجې ددې قبایلي ایجنسۍ د دویم لوی ښار میرعلي په اړوندو کې شوی.

لويديځ هیوادونه په ځانګړې توګه امريکا وايي چې د حقاني او القاعده شبکو په ګډون ټولې هغه وسله والې ډلې چې په افغانستان کې د ناټو او افغان ځواکونو پر وړاندې جنګيږي په شمالي وزیرستان کې مهم پوځي او روزنيز مرکزونه لري.

یوه ځايي سرکاري چارواکي د خپل نوم او غږ نه خپرولو په شرط وویل چې یوې بې پيلوټه الوتکې د میرعلي په نورک نومي سیمه کې چې دبازار په شاوخوا اووه کلومیټرۍ کې لويديځ لورته پرته ده د سخت دریځو وسله والو پر یوه موټر برید وکړ او پکې سپاره دوه تنه یې ووژل شول.

دغه چارواکي وژل شوي کسان سخت دریځي وسله وال وبلل خو د پیژندګلو په اړه یې بې خبري وښوده.

بلخوا ځینې ناتایید شوي راپورونه بیا د وژل شويو شمير څلور تنه ښيي،خو چارواکي وايي،چې دوی تر اوسه یواځې د دوو تنو د وژنې راپور ترلاسه کړی.
شمالي وزیرستان د پاکستان هغه قبایلي سیمه ده،چې تر ټولو ډیر ورباندې ورته بریدونه شوي.

لويديځ هیوادونه په ځانګړې توګه امريکا وايي چې د حقاني او القاعده شبکو په ګډون ټولې هغه وسله والې ډلې چې په افغانستان کې د ناټو او افغان ځواکونو پر وړاندې جنګيږي په شمالي وزیرستان کې مهم پوځي او روزنيز مرکزونه لري.

په اکتوبر میاشت کې بې پيلوټه الوتکو د تیرو څو میاشتو په نسبت په وزیرستانونو په زیاته کچه بریدونه کړي.

په دې موده کې د بې بيلوټه الوتکو په بریدونو کې په شمالي وزیرستان کې د جانباز په نوم د حقاني شبکې یومهم قوماندان او په جنوبي وزیرستان کې بیا د ملانذير په مشرۍ د پاکستاني طالبانو د يوې ډلې پینځه تنه دسر سړي یا قوماندانان هم وژل شوي.

پر وزیرستانونو د بې پيلوټه الوتکو بریدونه په داسې حال کې یوارې بیا ګړندي شوي،چې د اکتوبر پر یويشتمه د امریکا دبهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په شمالي وزیرستان کې د سخت دریځو وسله والو ډلو د شتون او فعالیتونو په باب مفصلې خبرې وکړې.

امريکا له پاکستانه په دې سیمه کې د سخت دریځو وسله والو په ځانګړې توګه د حقاني شبکې پرضد د پوځي عملیاتو غوښتنه کوي،که څه هم پاکستان تر اوسه دې کار ته غاړه نده ايښي خو د ځینې لويديځو رسنیو د راپورونو له مخې میرمن کلنټن چې په دې سفر کې د سي آی اې مشر او دامريکا دګډو ځواکونو عمومي قوماندان هم ورسره ملګري وو داځل اسلام اباد ته یو څه سخت خبرداری ورکړی او په کلکه یې په دې برخه کې ترې د سمدستي ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې.
XS
SM
MD
LG