د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې ځمکې لانجه، حکومت بالاخره زور کارولی دی


افغان ملي پولیس غني خېلو ته روان دي
افغان ملي پولیس غني خېلو ته روان دي
باز محمد عابد، مشال راډیو

جلال اباد
- د افغانستان د ننګرهارد شينوارو د دوه خيلونو په شخړه کې تر روغې جوړې وروسته له حکومت سره په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د سيپاى قوم يو تن مشر ملک عثمان وايي چې حکومت ورته تر ۵۰ کسان يې وژل شوي او تر ۸۰ پورې ژوبل دي او يو شمير مشران حکومت د بنديان کړي دي.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا ريس بازمحمد شيرزاد وايي چې تر پنځلسو پورې ژوبل شوي تنان ورته راوستل شوي دي.

خو د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې جګړه کې درې تنه پوليس ژوبل شوي، او دوه رېنجر موټرې زيانمنې شوې.

او له شينوارو څخه درې تنه مړه او دوه تنه يې ژوبل شوي دي.

خبرپانه وايي، چې د جمعې په ورځ دواړو لورو د حکومت په غوښتنه په دولتي دښته کې جوړې شوې کلاګانې اومورچلې پريښې وې، خو د سپين غر ولسوالۍ د امنيتي مسووليتو د بې پروايۍ له امله يو ځل بيا خود غرضه کسانو کلاګانې او مورچې ونيولې او د حکومت له ګواښ سره مخامخ شول چې د ايتلافي ځواکونو د هوايي مانورو له ويرې يې بيرته نيول شوې مورچې او ګلاګانې پريښودې.

خبرپاڼه ليکي چې د جمعې ورځې په مازيګر د ننګرهار والي ګل اغا شيرزى د ننګرهار شموله جرګې په ملتيا په دې وتوانيد چې سيمه يو ځل بيا په حکومتي واک کې راولي او د لويې تباهۍ مخه ونيسي.

خو په ختيځ کې د ايساف مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه کې ويل شوي چې وسله والو په حکومت حمله کړې وه چې دوى شنډه کړه او ٣٠ تنه وسله وال يې د بمبار په ترځ کې ووژل.

ياده دې وي چې يوه هفته وړاندې د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي، د شينوارو دواړو خيلونو ته خبردارى ورکړى و چې دولتي دښته پريږدي، کنه حکومت به پرې عمليات وکړي.

د ننګرهار د شينوارو دوه خيلونو سيپاى او عليشېر خيل تر منځ له تېرو دوو کلونو راهيسې په دولتي ځمکه لانجه روانه ده چې وخت تر وخت په کې وسله والې نښتې شوې دي؛ چې له دواړو غاړو لسګونه تنانو ته په کې مرګ ژوبلې اوښتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په بیا بیا ولسمشر حامد کرزي د دې شخړې د حل په خاطر لوړ پوړي چارواکي هم ور لېږدولي دي، خو تر عارضي روغې جوړې وروسته يو به بيا يو بل ته په ګونډو شول.
XS
SM
MD
LG