د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې په سرکاري هسپتالونو کې په مریضانو تشدد کیږي.


د بښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل وایی په شام کې په سرکاري هسپتالونو کې په مریضانو تشدد کیږي.

په لندن کی میشت دا ډله وایی د شام حکومت د هسپتالونو نه د صدر بشارالاسد خلاف مظاهرچیانو د چقولو یو ځای جوړ کړی.


په نني رپورټ کې د بشري حقونو دغه ډله وایی لږ تر لږه په څلور سرکاري هسپتالونو کې زخمي شوي کسانو باندی تشدد او ناروا سلوک شوی.

د رپورټ په خبره داسې ښکاري چې د شام انتظامیې په هسپتالونو کې امنيتي ځواکونو ته کولاو اختیار ورکړی او په ډېرو کیسونو کې بیا د هسپتال طبي کارکونکي هم په دې تشدد کې ککړ دي. او ولس دا فکر کوي هسپتالونه نور محفوظ ځای نه دې پاتې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG