د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان تر کنټرول لاندی کشمیر په چیف جسټس وسلوال برید شوی.


پولیس وايی یو نا څرګنده وسله وال د پاکستان تر کنټرول لاندی کشمیر چیف جسټس زخمي کړی کله چې نوموړی په یو پارک کې ګرځیدلو.

د پولیسو چارواکی ریاض عباسي وایی په غلام مصطفی مغل باندی دغه برید د پاکستان تر کنټرول لاندی کشمیر په سرښار مظفر آباد کې شوی. عباسي ويلي جج یو پوځي هسپتال ته و رسول شو او اوس یی حالت سم دی.

انتظامیه د بریدکونکي په لټه کی دي.

کشمیر د پاکستان او هند تر مینځ تقسیم شوی. دواړه هیوادونه په ټول کشمیر دعوی کوي او په دې لړ کې یی دری جنګونه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG