د لاسرسي ځای

تازه خبر

ممتاز قادري ته د مرګ سزا اورولو جج ملک پرېښود


د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثیر قاتل ممتاز قادري
د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثیر قاتل ممتاز قادري
مجید بابر ـ مشال ریډیو پراګ

د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثیر قاتل ممتاز قادري ته د مرګ سزا اورولو جج د مرګ د دړکو وروسته له خپله وطنه تېښتېدلی دی.

د جج پروېز علي شاه د پاکستان پرېښودو او هغه ته د مرګوني ګواښونو په اړه د ممتاز قادري په ضد د استغاثې وکیل سیف الملوک یوې پاکستاني ورځپاڼې ډان ته ويلي دي چې د مرګ ګواښونو پروېزعلي شاه دې ته اړ کړو چې له خپلې کورنۍ سره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

که څه هم ممتاز قادري اقرار کړی چې هغه سلمان تاثیر وژلی دی او د پاکستان د قانون له مخې عدالت هغه ته د مرګ سزا اورولې ده.خو د پښتونخوا صوبې د قانون وزیر بېریسټر ارشد عبدالله وايي،چې ججانو ته د مرګ ګواښونه نوې خبره نه ده.

دی زیاتوي، په شروع کې چې موږ کوم ججان په دندو ګمارلي وو هغوی ته د مرګ دړکې ورکول کېدې،خطونه به وراتلل ،بیا مو د هغوی د ساتنې لپاره دلته په پېښور کې بندوبست وکړ.خو خبره دا ده چې زموږ ټول قوم په حالت جنګ کې دی.او هرځای هرکله یو څه پېښېدای شي،چاودنه کېدای شي یو څوک وژل کېدای شي.خو پکار دا ده چې موږ هرڅوک چې په کومو کارونو ګمارل شوي یو هر سړی به ځان تکړه کوو او د چا چې څه څه ډیوتي ده په اېماندارۍ سره به یې کوو.٬٬

خو پوښتنه دا ده ،په پاکستان کې هغه کسان چې جرمونه کوي،د عدالت په وړاندې د خپلو کړنو اقرار کوي نو بیا ولې له سزا نه بچ کېږي.د پښتونخوا صوبې د پولیسو پخوانی مشر ملک نوید وايي،لومړی ستونزه دا ده چې یو خوا خلک ګواهي نه ورکوي دویمه خبره دا ده چې ټېکنیکل ،ساینسي تګلارې او د فکر کمی دی. دریم خپله په عدالتونو کې قانوني مسلې شته.حکومت اوس کوښښ کوي چې دا مسله هواره کړي.ګوری په مصر کې هم دا شان کیسه شوې وه.هغوی ځانګړی ځواک جوړ کړو او د ګواهی قانون کې یې بدلون راوستی وو. هغوی سزاګانې ورکول شروع کړې او دا مسله یې قابو کړه. دلته هم پکار دا ده چې ججان باید بې له ویرې د قانون له مخې مجرم ته سزا ورکړي.٬٬

د پښتونخوا د قانون وزیر ارشد عبدالله وايي چې تر دامهاله دوی د ترهګرو خلاف ۲۸ مقدمې پیل کړې وې او په هغوی کې ۲۶ کسان په عدالتونو کې د نه ثبوت لرلو له کبله خوشي کړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG