د لاسرسي ځای

تازه خبر

که حکومت له خلکو ډارېږي دا ازادي ده.د تونیس په ټاکنو لیکنه


په تونیس کې یو عسکر د انتخاباتي مرکز ساتنه کوي.۲۳ اکتوبر ۲۰۱۱م کال
په تونیس کې یو عسکر د انتخاباتي مرکز ساتنه کوي.۲۳ اکتوبر ۲۰۱۱م کال
د برېتانیې ټایمز مجله لیکي، نهه میاشتې اګاهو په تونیس کې یوه ځوان د ولایتي حکومتي ودانۍ مخې ته پر ځان تېل واړول او ځان یې وسوزاوه. د عربي نړۍ پاڅون له هغه وخته پیل شو او اوس په دې سیمه کې لومړي انتخابات وشول.

ورځپاڼه لیکي، انقلاب له ظالمانه نظامه د لرې تګ لومړی ګام دی او ازاده او پاک انتخابات دویم. د جنورۍ په میاشت کې د زین العابدین بن علي له واکه له لرې کولو سره تونیس په میلیونونه خلکو ته تاثر او الهام ورکړ خو پخپله په اسانه لار تر اوسه نه نه دی تللی. ځکه چې د هیواد اقتصادي مسلې لکه بې کاري لا تر اوسه نه دي ختمې شوې چې د دې انقلاب لپاره یې لار هواره کړه.

ټایمز ورځپاڼه لیکي، د یکشنبې د ورځې انتخابات ډېر زیات مهم ول. دا د عربي نړۍ د پاڅون لومړي انتخابات ول. دا نتخابات د لنډ مهالې جرګې لپاره وشول چې اوس به په یو کال کې نوی اساسي قانون جوړوي.

ورځپاڼه لیکي، د تیونس یو اسلامپاله مشر چې په دې وروستیو کې له جلا وطنۍ هیواد ته ستون شو راشد الغنوشي نومېږي. د ده په اړه ویل کېږي چې د رایې اچونې پر مهال د رایې اچوونکیو د لیکي مخې ته لاړ او رایه یې ورکوله چې ور ته نورو رایه ورکوونکو په غوسه وویل چې د خپل لمبر انتظار دې وکړي.

ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، پر دې مهال به د غنوشي په غوږ کې د تامس جېفرسن دا خبره وه چې (( هر کله چې خلک له حکومته ډارېږي نو دا ظالمانه نظام وي، خو که حکومت له خلکو وېرېږي نو دا ازادي ده.))
XS
SM
MD
LG