د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرزي په مرکه د امریکا غبرګون


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د برېتانیې ورځپاڼه ګارډین لیکي د یکشنبې په ورځ امریکا د افغان ولسمشر حامد کرزي پر څرګندونو له خپګان سره غبرګون وښود. ولسمشر کرزي له پاکستاني ټیلي ویژن سره د مرکې پر مهال ویلي ول که د پاکستان و امریکا جګړه شي نو افغانستان به له پاکستان سره ودرېږي.

ورځپاڼه لیکي د کرزي دې څرګندونو ته چې په کې پر امریکا انتقاد شوی دی نه یواځې په امریکا کې ورته په منفي نظر ولیدل شول بلکې په افغانستان کې هم ور باندې غبرګون وښودل شو او د کرزي مخالفینو پر هغه د منافقت تور پورې کړ ځکه چې د کابل و اسلام اباد اړیکي ښه نه دي.

ورځپاڼه لیکي د کرزي د خبرو په اړه دا تاثر ورکول کېږي چې هغه د پاکستان خوشالول غوښتل. دا خبرې پر داسې مهال راغلې دي چې د امریکا او افغانستان تر منځ پر ستراتیژیکي تړون په راتلونکو میاشتو کې کار بشپړېږي.

یوه غربي ډیپلوماټ د نوم نه ښودو په شرط ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، د کرزي د څرګندونو دا مانا وه چې د امریکا و افغانستان ستراتیژيکي رښته پاکستان ته د ګواښونو لپاره نه ده.

ګارډین ورځپاڼه لیکي د کرزي دا بیان یواځې لفظونه ول او داسې نه وه چې پاکستان ته دې د دفاع په ډګر کې د ښکاره همکارۍ بلنه ورکړل شي.

ورځپاڼه زیاتوي، دا سمه ده چې د پاکستان و امریکا اړیکي خراب دي، مګر پر دې سر بېره هم جګړه کول یوه ډېره لرې خبره ده.
XS
SM
MD
LG