د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان به د حقاني شبکې ضد عملیات وکړي که څنګه؟


د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني
د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني

نقیب الله متونوال - خوست

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلرې کلنټن ، سيمې ته سفر او څرګندونې،چې دوى به د حقاني شبکې د ځپلو لپاره له پولې هاخوا هم اقدامات کوي ،او په پاکستان به هم فشار راوړي چې دغه شبکه د پولې دواړو خواوو ته له منځه ولاړه شي په اړه يې د چارو کارپوهان بيلا بيل نظريات لري.

سیمې ته د هېلري کلنټن سفراو په کابل او اسلام اباد کې د هغې څرګندونو، کارپوهان په دې باورکړي، چې امریکا غواړي نور په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي.

هېلري کلنټن په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د ولسمشرکرزي سره په خبري غونډه کې په زغرده وویل، چې موږ به د افغان دولت او نړیوالو ځواکونو مخالفینو ته چې نوموړې په ځانګړي ډول د حقاني شبکه یاده کړه د پولې په دواړو غاړو کې به یې پر وړاندې عملیات کوو.

هيلري کلنټن پاکستان ته هم په واضح ډول وویل، چې نور د دوی په وینا د ترهګرو ملاتړو و نه کړي او غوښتنه یې وکړه، چې پاکستان یې هم باید پروړاندې عملیات وکړي.

خو ایا پاکستان به رښتیا هم د حقاني او د هغوى د کسانو پروړاندې عملیات وکړي ؟

د سیاسي چاروکارپوه او د افغانستان د سیه اییزو مطالعاتو د مرکزغړی عبدالرشید وزیري وایې:
((حقاني اود حقاني شبکه د پاکستان په پوځ کې د دوی د نیږدې ملګروله قوله د ډګرجنرال رتبه لري بلکې د پروېزکیانې خبره ده، چې حقاني زموږ طلایي شتمني ده یعنې حقاني شبکه د پاکستان پوځ دی.))

خو د سیاسي چارو یو بل کارپوه وحید مژده بیا حقاني د طالبانود تحریک یوه برخه بولي او کومه جلا شبکه یا نېټ ورک یې نه بولي.

نوموړى زياتوي،((جلال الدین حقاني د طالبانو په تحریک کې د مشرتابه شورا غړی دی ، دایوجلا نېټ ورک نه دی. خو د پاکستان او امریکاترمنځ یو رمزغوندې خبره ده، چې هغه ډله چې ISI سره نیږدې اړیکې لري اودلته په افغانستان کې هم عملیات کوي اوامریکا د حقاني نېټ ورک نوم ورکړی دی دا شبکه جلا شبکه نه ده بلکې د طالبانو د تحریک یوه برخه ده.))

حقاني د طالبانو د تحریک یوه برخه ده اوکه ځانته شبکه خو پاکستان به يې پر وړاندې څه کوي په ځانګړي ډول د مېرمن کلنټن له سفراو څرګندونو وروسته؟

د سیاسي چارو کارپوه فضل الرحمن اور یایې په ځواب کې وایي،((پاکستان هڅه کوي چې د امریکا او طالبانوترمنځ منځګړیتوب وکړي خوامریکا دا ځل خپله موخه څرګنده کړه چې که پاکستان ورسره همکاري ونه کړي نودوی به يې پروړاندې نېغ په نیغه عملیات وکړي. امریکا داځل یو فورمول وړاندې کړ، چې افغانستان ، پاکستان او امریکایې باید عملي کړي ترڅو ورو ورو دامسله حل شي.))

د سیاسي او پوځي چارو یو بل کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وایې، چې کیدای شي پاکستان د امریکا دا ګوت څنډنه دومره جدي ونه ګڼي خو د نوموړي په خبره چې که امریکا په دې برخه کې لاس په کارنشي دوی به په افغانستان کې ماتي وخوري اوپه شرمنده ګۍ سره به له افغانستانه ووځي.

ده وویل((مېرمېن کلنټن که څه هم پاکستان ته ویلي خو زه دا اخطار جدي نه ګڼم په دې، چې پاکستان به دا اخطارجدي ونه بولي ځکه دوی فکرکوي، چې امریکا پاکستان ته اړه ده، خو که امریکا جدي ګامونه وانه خلي د دوی بچي دلته مړه کیږي او اهدافو ته یې زیان رسیږي نو دوی او ناټو به په افغانستان کې په شرمنده ګۍ سره ماتي وخوري)).

بايد وويل شي، چې هېلري کلنټن له کابل او اسلام اباد وروسته تاجکستان او ازبکستان ته ولاړه اوهلته يې د تاجک او ازبک چارواکو سره د منځنۍ اسیا له لاروترڅنګ د ورېښمو پخوانۍ لارې بیا راژوندي کولو، چې افغانستان د اقتصاد لپاره حیاتي ارزښت لري خبرې وکړې.

اود یادوکارپوهانو په باورچې د هېلري کلنټن سره په دې سفرکې د CIA او د پوځ مشرانو شتون د دې ښکارندوی ده، چې دوی د دېپلوماسۍ ترڅنګ له نظامي قوت هم کاراخلي.
XS
SM
MD
LG