د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هیلري کلنټن سفر، موخې او پایلې څه وې؟


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن له خپلې ډلې سره د پاکستان د وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني له ډلې سره ګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن له خپلې ډلې سره د پاکستان د وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني له ډلې سره ګوري.
ریاض موسا خېل، مشال راډیو

اسلام اباد
- د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن د پاکستان تر سفر وروسته تاجکستان ته تللې ده.

د پنجشنبې او جمعې پر ورځو په اسلام اباد کې هیلري کلنټن د پاکستان له وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني، ولسمشر اصف علي زرداري، خپلې سیالې حنا رباني کر، د پوځ له مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني، د آی ایس آی له مشر جنرال احمد شجاع پاشا او نورو چارواکو سره ولیدل.

له مېرمن کلنټن سره د سفر پر مهال د امریکا د استخباراتو د ادارې مشر ډېوېډ پیټرییس، د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال مارټن ډیمپسي او د افغانستان و پاکستان لپاره ځانګړی استازی مارک ګراسمین ملګري ول.

د دې سفر پر مهال هیلري کلنټن وویل، هیواد یې له پاکستان سره مرستو ته دوام ورکول غواړي خو پاکستان هم باید د اورپکو مخه ونیسي.

هغې وویل، په پاکستان کې یو اړخیزه کار روايي کول نه غواړي، خو باید د حقاني اورپکې ډلې پر ضد عملیات وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې د دې سفر مانا څه ده؟ د سیاسي او سیمه ییزو چارو کار پوه سمیع یوسفزی وايي د امریکا زغم نور پای ته په رسېدو دی: ((په امریکايي ډله کې د سفارتي تر څنګ پوځي عنصر هم شامل وو نو ځکه له هیلري کلنټن سره پوځي او استخباراتي چارواکي هم راغلي ول. دوی پستې او نرمې خبرې هم وکړې خو په مجموع کې چې کوم هدف لپاره راغلي ول نو هغه یې پاکستان ته ډېر په زغرده ویل دي چې د امریکا نور برداشت ختمېدو ته نېږدې دی. پاکستان باید یو پرېکنده اقدام وکړي.))

سمیع یوسفزی وايي، که چېرې پاکستان د اورپکو پر ضد عملیات ونکړي نو بیا ډېرې بدې پایلې مخې ته راتللای شي.

هلته په لاهور کې د دفاعي چارو کار پوه پوهاند حسن عسکري د هیلري کلنټن دا سفر مثبت ګڼي: ((د دې سفر پر مهال دواړو هیوادونو ته دا موقع په لاس ورغله چې خپلې خبرې یو بل ته ورسوي. د دې سفرونو لړۍ باید روانه وي.))

دی وايي، د دې سفر به په راتلونکې کې ښې نتیجې مخې ته راشي.
XS
SM
MD
LG