د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې ډله ییز قبر


په افغانستان کې چارواکي وايي چې د هیواد په شمال کې یې یو ډله ییز قبر میندلی دی.

د تخار ولایت د والي ویاند فېض محمد توحیدي وايي چې دا ډله ییز قبر ځايي خلکو د یاد شوي ولایت په رستګ ولسوالۍ کې میندلی دی.

د هغه په خبره چارواکو تر اوسه په دې قبر کې له شلو څخه تر دېرشو مړي میندلي دي او ښايي چې دا قبر شاوخوا لس کاله پخوانی وي. په دې اړه پلټنې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG