د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باړې کې نښتې، ۴۴ وژل شوي، ۱۴ ژوبل


په خیبر اېجنسۍ کې زیاتره عملیات د وسله والې ډلې لشکر اسلام پر ضد شوي دي چې د ډلې د مشر منګل باغ انځور یې دلته لیدل کېږي.
په خیبر اېجنسۍ کې زیاتره عملیات د وسله والې ډلې لشکر اسلام پر ضد شوي دي چې د ډلې د مشر منګل باغ انځور یې دلته لیدل کېږي.
لواړګی/ پراګ - د پاکستان په قبایلي سیمې خیبر کې د امنیتي سرتېرو او اورپکو تر منځ نښتې شوې دي.

په دې پېښو کې ۴۴ کسان وژل شوي او ۱۴ ټپي دي.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواری وايي، انتظامي چارواکو ورته ویلي چې نښتې د پنجشنبې په ورځ، د باړې په ملک دین خېلو کې شوې دي.

د چارواکو په خبره، په دې نښتو کې درې امنیتي سرتېري، او ۳۴ اورپکي وژل شوي دي.

وسله وال وايي، د دوی یواځې پینځه کسان ژوبل شوي دي.

هلته د سیمې اوسېدونکي وايي د توغندیو د لګېدو په پېښو کې اووه ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

د خیبر اېجنسۍ په باړې کې له دوه کاله زیات وخت وشو چې د اورپکو پر ضد عملیات روان دي.

د دې عملیاتو له کبله په سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي او د خلکو کاروبارونه هم زښت اغېزمن شوي دي.
XS
SM
MD
LG