د لاسرسي ځای

تازه خبر

کلېنټن: په افغانستان کې حقیقت ارزولو ته راغلې یم


دامریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن د افغانستان ولسمشر حامدکرزي سره ویني.۲۰ اکتوبر.۲۰۱۱کال
دامریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن د افغانستان ولسمشر حامدکرزي سره ویني.۲۰ اکتوبر.۲۰۱۱کال


د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلېنټن نن(زیارت ورځ) په کابل کې د افغانستان د سولې له بهیر سره د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ او د هغو دوو نړيوالو کنفرانسونو په باب يې هم خبرې وکړې، چې په استانبول او بن کې د افغانستان د راتلونکي په باب جوړېږي.

مېرمن کلېنټن شېبه مخکې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په يوه ګډ کنفرانس کې د افغانستان له بيارغونې او ثبات سره د خپل هېواد پر ملاتړ ټينګار وکړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هليري کلېنټن چې نور امريکايي چارواکي يې ملګري وو، د امريکا په سفارت کې د افغان فعالانو او د مدني ټولنو له استازو سره په خبرو کې وويل:

زه دلته د دې لپاره راغلې يم چې د ”حقيقت ارزونه“ وکړم. هغې په افغانستان کې وروستي بدلونونه د ستاينې وړ وبلل او زیاته یې کړه چې دا بدلونونه بايد دايمي شي

مېرمن کلېنټن له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په يوه کنفرانس کې خبرې وکړې او له افغانستان سره يې د امريکا ژمنې تازه کړل.

د سولې عالي شورا د مشر برهان الدين رباني له وژنې او په کابل کې د امريکا پر سفارت د تېرې مياشتې له حملې سره- سره هغو چارواکو چې له مېرمن کلېنټن سره په دې سفر کې ملګري دي ويلي، دغه سفر له يوه باثباته او خوندي افغانستان سره د امريکا ملاتړ تازه کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه عالي رتبه چارواکي چې په دې سفر کې له مېرمن کلېنټن سره ملګرى و، وويل:

موږ غواړو پر دې ټينګار وکړو چې امريکا د افغانستان د سولې له بهیر سره مرستې ته ژمن ده، د ولسمشر حامد کرزي او په دې لار کې د هغه د هڅو ملاتړ کوي

امريکايي چارواکي له وسلوالو طالبانو سره د سوله ييزې روغې جوړې د بهير ملاتړ کوي، چې په مرسته يې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي، خو تر اوسه له ځينو طالب مشرانو سره د سولې دغه پټې خبرې کومه لاسته راوړنه نه لري.

په دې سفر کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دوو چارواکو چې نومونه يې نه دي اخيستي د دې سفر پر اهميت او د مېرمن کلېنټن د خبرو د اجنډا په باب يوه مفصله مرکه کړې ده، يوه تن ويلي:

مېرمن کلېنټن له ولسمشر حامد کرزي سره پر دې خبرې کوي، چې له سيمې سره د افغانستان ارتباط څومره مهم دى بله دا چې د افغانستان راتلونکى د سيمې له راتلونکي سره تړلى دى. هغه د هغو ډيپلوماتيکو هڅو په باب هم خبرې وکړې، چې د ترکيې په استانبول کې د يوه نړيوال کنفرانس په جريان کې ورباندې بحث کېږي، په دغه کنفرانس کې به د افغانستان نژدې ګاونډي هېوادونه هم برخه لري او د افغانستان په راتلونکي پورې تړلي مسايل به په کې څېړل کېږي. خو په عمومي توګه د افغانستان د ملي حاکميت په برخه کې پر ژمنو هم خبرې وشوې، دغه راز تمه ده د افغانستان په مشرۍ د روغې جوړې د بهير پر ملاتړ هم بحث وشي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغو چارواکو ويلي چې مېرمن کلېنټن به د بن د کنفرانس په باب هم خبرې وکړي، چې نړيواله ټولنه به تر ٢٠١٤م کاله وروسته هم له افغانستان سره خپل اوږدمهالې ژمنې څرګندې کړي.

ټاکل شوې د ٢٠١٤م کال ترپايه په افغانستان کې دېره بهرني ځواکونه خپلو کورونو ته ستانه شي او د افغانستان امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

مېرمن کلېنټن په کابل کې له افغان چارواکو سره د امنيتي مسووليتونو د انتقال په باب هم خبرې کوي، دغه راز له افغانستان سره د امريکا د ستراتيژيکو همکاريو د تړون مسئله هم څېړي.

امریکا په افغانستان کې له طالبانو سره د روغې جوړې د بهیر د ملاتړ ترڅنګ دې ته هم اهمیت ورکوي چې د وسلوالو ضد همکاري له پاکستان سره ډېره کړي.چې باور کېږی له افغان پولې سره جوخت د وسلوالو ډلو لوی مرکزونه او پناه ځایونه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره به نن د پاکستان سرښار اسلام آباد ته ورځي. ایسوسي ایټیډ پریس د امریکایی چارواکو له خولې ويلي له کابله وروسته به هیلري کلنټن اسلام آباد ته له پاکستانيو مشرانو سره د خبرو اترو لپاره ځي. د رسنیو په خبره د دې دورې مقصد د پاکستان او امریکا تر مینځ تعلقات ښه کول دي.

د رپورټ له مخې له میرمن کلنټن سره په دې سفر کې د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای اې مشر ډيويډ پیټریس، اود ګډو ځواکونو مشر جنرل مارټن ډمپسي په ګډون نور لوړ پوړي چارواکي هم مله دي.

دغه پلاوی به د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني، صدر آصف علي زرداري ، د خارجه چارو وزیرې حنا رباني کر او د پوځ مشر جنرل اشفاق پرویز کیاني سره لیده کاته کوي.

دا دوره په داسې حال کې کيږي چې په ورستیو کې د حقاني شبکې پر سر د دواړو هیوادونو تر مینځ تعلقات کړکیچن شوي دي.

امریکا له پاکستانه په شمالي وزیرستان کې میشت دحقاني ډلې پر ضد د عملیاتو غوښتنه کوي خو پاکستان وایی لا دې ته تیار نه دي.
XS
SM
MD
LG