د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د تېلو بيې لوړې شوې دي.




سید شاه سقیم - کندهار


د کندهار ولايت ډېرى اوسېدونکي وايي چې په دې ورستيو څو ورځې کې موټر چلوونکيو خپلې کرايې زياتې کړې دي. چې له امله يې دوى مجبور دي چې خپل سامانونه د پخوا په پرتله په زياته کرايه تر خپل ځاى پورې ورسوي.

خو د کندهار موټر چلوونکي بيا د کرايو زياتېدل خپله مجبوري بولي او ادعا کوي چې د تېلو د بيو لوړوالي دوى دې ته اړ کړي دي چې کرايي لوړې کړي.

د موټر چلوونکيو په خبره دا مهال نه يوازې په ښار کې چلېدونکي ټيکسي موټرونه بلکې لوى باروړونکي موټرونه هم نه شي کولاى په پخوانيو کرايو په تېلو لګول شوې پېسې پوره کړي .

د خان محمد په نامه د کندهار يو تن موټر چلوونکى وايي چې څومره هم د تېلو نرخ پورته ځي دوى مجبوره دي چې په هماغه اندازه کرايې لوړې کړي.

(( اوس چې تېل ګران سوي دي مونږ ته هم موټرونه پيسې نه جوړوي، هيڅ موټر اوس خپل سر نه پوره کوي، هر وخت چې تېل ګران شي نو کرايي په خپله ورسره لوړې شي ))

خو په جنوب لوېديزه حوزه کې د تېلو د سوداګرو ټولنې غړي بيا وايي چې په کندهار کې وروسته له هغه د تېلو نرخونه لوړ شوي دي چې له مېنځنۍ اسيا څخه د افغانستان ته د را تلونکيو تېلو کچه ټېټه شوه او ورسره په ځينو ګاونډيو هېوادونو کې د افغان سوداګرو په ټرانزيټي تېلو بار موټر وځنډول شول.

د تېلو د سوداګرو د ټولنې غړى ښايسته ګل وايي چې څه موده وړاندې به جنوبي ولايتونو ته له مېنځنۍ اسيا څخه په غټو ټآنکرونو کې اتيا زره لېټره تېلو راوړلو ته اجازه ورکول کېده خو دا مهال دغه کچه ډېره ټيټه شوې ده.

د ده په خبره په دې ورستيو کې د تېل د هغو ټآنکرو چې له پاکستان څخه به سپين بولدک ولسوالۍ ته راتلل هم شمېره کمه شوې ده چې له امله يې په کندهار او نورو جنوبي ولايتونو کې د تېلو بيې لوړې شوې دي.

(( د مخه به په ټانکرونو کې اتيا زره لېټره تېل راتلل خو اوس دوى داسې تونال ورته جوړ کړى دى چې د هغه له مخې به غټ ټانکرونه په شپېته زره کې روان سوي او څلور څلوېښت زره موټران بايد په دېرش زره کې روان شي او هغه د دېرش ټنو موټرونه چې وو هغه اوس له شلو ټنو کې روانوي، بله ستونزه دا چې هغه موټران چې تېل به يي په پاکستان څخه سپين بولدک ته را وړل مخکې يې شمېره پېنځوس تنه رسېده او خو پېنځلس شوې ده. ))

په افغانستان کې وروسته له هغه د تېلو په بيو کې په تدريجي توګه لوړوالى راغلى دى چې تېر کال ايراني چارواکيو له عربي هېوادونو څخه افغانستان ته راتلونکي په تېل بار لسګونه موټر په خپله خاوره کې درولي وو.

افغان چارواکي وايي چې افغانستان د ملکي او پوځي برخو د پاره په کال کې شاو خوا درې ميليونه ټنه تېلو ته اړتيا لري چې له ترکمنستان ، ايران ، پاکستان او روسيې څخه را يې واردوي. خو کله چې هم له يادو هېوادونو څخه د تېلو د راوړلو پر مهال ستونزې پېښېږي ورسره سم په افغانستان کې د تېلو بيي لوړېږي.
XS
SM
MD
LG