د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډرون نامالومه ویره


ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د اورپکو پر وړاندې موثره وسله.
ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د اورپکو پر وړاندې موثره وسله.

ژباړه: منور شاه ـ پراګ مشال ریډيو

له امریکا خپریدونکې ورځپاڼې لاس اینجلس ټایمز په یوه مقاله کې لیکي له کله نه چې امریکا بې پایلټه الوتکه ( ډرون) جوړ کړی له هغه وخته راهیسې ورباندې نیوکې کیږي خو په دې لړ کې نړیوال بحثونه هله تاوده شو چې امریکا په دې ورستیو کې په یمن کې د القاعده یو غړې انوار الا ولاکي په نښه کړو.

ورځپاڼه لیکي په دې بحثونوکې داسې خبرې رامنځ ته شوې چې ګني اوس به په نړۍ کې د بې پایلټه الوتکو جوړولو مقابله شورو شي چې پکې دامریکا مخالفین هم دا ټیکنالوجي ترلاسه کولی شي. نو دورځپاڼې په وینا دې کې هیڅ شک نشته چې یو شمیر هیوادونو بې پایلټه الوتکو جوړولو باندې شورو کړې خو دا خبره چې دې نه به امریکا ته خطر راوړاندې شي ډیر کم امکان لري.

ورځپاڼه ددې خبرې په حق کې، چې ډرون د امریکا خلاف نشي استعمالیدلې، څو دلیلونه ورکوي لکه دا چې ډرون په روایتي جنګ کې نشي استعمالیدلې، دا د تره ګرۍ خلاف د څارنې او برید کولو توان لري، ددې نه علاوه دا ډیر کم رفتار او کمزورۍ دفاعي نظام لري اوډیر په آسانه په نښه کیدلای شي.

ورځپاڼه لیکي د ډرون الوتکو ټول کار په سګنلو چلیږي، اوس دغه سګنلې ودریدلای یا جام کیدلای هم شي او کومې مخالفې طاقتورې سګنلې ډرون د خپلې خوښې مطابق هم کارولای شي. بلکه د سګنلو نه ملاویدو په حال کې راغورځیدلې شي.

ورځپاڼه لیکي دا خبره چې ګنې تره ګر د امریکا خلاف ډرون استعمالولای شي نو دا هم سمه نه ده ځکه چې د ډرون الوزولو لپاره د ټیکنالوجۍ مرستندویه نظام پکار وي هغه تره ګر کله هم نشي ترلاسه کولای ، ځکه خو هغوی هرډول وسله ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي خو د ډرون په اړه سوچ هم نه کوي. او که داسې دوی کولای هم شوای نو هغه به دومره په معمولي پیمانه برید وي چې ددوی مقاصد نه پوره کوي. او چې کوم ځای نه دوی ډرون الوزوي هغه ډیر په اسانه مالومیدلې او په نښه کیدلای شي.

ورځپاڼه لیکي دریمه خبره دا کیږي چې امریکا ته په کتو سره چین او روس هم په نورو هیوادونوکې ډرون بریدونه کولای شي. دورځپاڼې په وینا امریکا چې کوم ځای کې ډرون برید کوي هلته دوی د خپل ولس لپاره مضبوط او مالوم خطر په نښه کوي چې پکې ددغه هیواد رضامندي هم شامله وي. لکه په یمن کې د الاولاکي وژنه چې دالقاعده غړې وو او د یمن په اجازت په نښه شوی دی. روس او چین دا ډول کوم خطرونه له خپله هیواده بهر نه لري.

ورځپاڼه لیکي که په چین کې یوغور بیلتون پالي دي نوهغوي پاڅون کړی او له امله یې په سیمه کې ناآرامي پیدا شوې. بیا چین دهغوی خلاف په پوره قوت سره کاروايي کړې چې د بشري حقونو اداروپرې نیوکې هم کړي دي. او په روس کې د چیچنیا بیلتون پالو هم په ۲۰۰۹م کال کې وسله وال مزاحمت د ختمولو اعلان کړې. نو دا دواړه هیواونه یو داسې خطر هم نه لري چې پکې د ډرون استعمالول ضروري وي او ورته د بریدکولونړیوال اجازت ورکړی شي.
XS
SM
MD
LG