یو اسرايیلي سرتیري، چې د فلسطینیانو له خوا د پنځو کلونو راهیسي بندي وو، نن د سلګونه فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشی کړل شوی.
دغه اسرايیلي، عسکر چې ګیلاد شالیت نومیږي له فلسطیني حماس ډلې سره د پنځه کاله بند وروسته نن د نهې ورځ د څلور سوه اوه اویا فلسطیني بندیانو په بدل کې پرېښودل شو.
د حماس د ډلې او د اسرایلو د حکومت تر منځ د شوې موافقې له مخې، ټاکل شوي، چې د شالیت د ازادېدو په بدل کې له زرو زیات فلسطیني وګړي، چې د اسرايیلو په قید کې دی له بنده ازاد شي.