د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ريلوې ملازمینو هړتال ختم کړ


په پاکستان کې اوس هم په سلګونه ریل ګادي د تېلو د نشتوالي او د نه مرمته له لاسه په ټپه ولاړ دي.
په پاکستان کې اوس هم په سلګونه ریل ګادي د تېلو د نشتوالي او د نه مرمته له لاسه په ټپه ولاړ دي.


رياض موسا خيل ـ اسلام آباد

د ولس مشر آصف علي زرداري په هدايت د ماليې وزارت لخوا د ريلوې ملازمینو ته د تنخواګانو او پينشنونو لپاره د يو ارب روپۍ جاري کولو وروستو ملازمینو هړتال ختم کړ.
د صدارتي وياند لخوا جاري شوې بیانییه کې راغلي د ګل په ورځ ماښام د ولسمشر آصف علي زرداري په مشری کې د لوړې کچې يوه غونډه وشوه چې پکې د ريلوې په خساره او دغه رنګ نورو چارو غور وشو.
د غونډې دوران ولس مشر د مالیې وزارت ته ويلي وو چې بې له ځنډه دې ريلوې ملازمینو ته د تنخواګانو او پينشنونو لپاره پيسې جاري کړي.

د خبر پاڼې له مخې د نوې انجنو اخستو او د زړو انجنو د مرمت لپاره هم ولسمشرحکومت ته وويل چې ريلوې ته شپږ اربه روپې قرض ورکړي.
د ولس مشر د احکاماتو روستو نن د نهې په ورځ د مالیې وزارت د ريلوې لپاره يو ارب روپۍ جاري کړې چې ورسره ملازمینو په دې شرط هړتال ختم کړو چې که راتلونکې مياشت بيا دوي ته تنخواګانې په وخت ورنکړل شوې نو دوی به بيا هړتال کوي.
له څه مودې راهسیې د ريل ګاډو ملازمینو او يونين د خپلو تنخواګانو لپاره د حکومت په ضد احتجاج شورو کړی وو.
د دوی وينا وه چې تر څو دوی ته تنخواګانې نه وي ورکړل شوې تر هغې به نه خو دوی کار کوي او نه به يو ریل ګاډۍ چليدو ته پريږدي.

د ملازمینو د هړتال په وجه د ريل ګاډو تګ راتګ ولاړ وو چې ورسره مسافر هم له ستونزو سره مخامخ وو.
بلخوا د ريلوې پخواني وزير شيخ رشيد احمد وايي ، ريلوې اوس هم يوه ګټه وره اداره ده خو ددې ګټې د حکومتي خزانې په ځای د بعضې خلکو کورونو ته ځي.
د ده په وينا د ريل انجڼې له قصده خرابې کړی شويدي او بايد چې د پلټنو لپاره یې يو کميشن جوړ کړی شي.او دا چې تر څو د ريلوې د بحالۍ لپاره کوټلي اقدامات نه وي شوې تر هغې د ريلوې نه تمه ساتل بې ځایه ده.
XS
SM
MD
LG