د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان کډوالو په ژوند د فلم نندارې ناندری


مدرسه او همسایه هغه دوه افغاني فلمونه دي چې ویل کیږي په کابل کې د ایران د سفارت په لارښونه نندارې ته نه دي پرېښودل شوي.
مدرسه او همسایه هغه دوه افغاني فلمونه دي چې ویل کیږي په کابل کې د ایران د سفارت په لارښونه نندارې ته نه دي پرېښودل شوي.

نقیب الله متونوال- خوست

افغان فلم جوړوونکي وايي، چې په کابل کې د ايران سفارت، د يو بل افغاني فلم نندارې ته د وړاندې کولو ممانعت وکړ، د مدرسه په نوم دا فلم د يوې افغانې نجلۍ د ژوند په اړه دى، چې هيله لري لوست وکړي ،خو د ايران د قوانينو او حالاتو له مخې اجازه نه ورکول کېږي ،چې زده کړې ترلاسه کړي.

خو د چارو کارپوهان وايي، چې دولت او افغان مدني او کلتوري ټولنې بايد اجازه ور نکړي، چې د يوهېواد سفارت زموږ د هېواد په کلتوري چارو کې لاسوهنه وکړي.

د مدرسې په نوم دغه افغانی فلم، چې د افغانستان لویدیځ هرات ولایت او اېران سرحدي سیموکې جوړشوی په اېران کې د افغاني کډوالو سره د اېراني چارواکو بد چلند ښیې.

ټاکل شوي وه، چې دا فلم د پنج شنبې په ورځ د کابل ښار په استقلال لیسه کې نندارې ته وړاندې شي خود فلم جوړوونکو په خبره، چې د پولیسوله خوا یې مخه ونیول شوه.

اسد سکندر چې دا فلم یې جوړکړی وایې چې دوی د فلم د ښودلو لپاره زیات مېلمانه رابللي وو خواجازه ورنه کړل شوه چې وښودل شي.
نوموړي زياته کړه((ما ډېرې هڅې وکړې چې دا فلم پرانیزم خو هروخت خنډونه راته جوړ شوي، بالاخره مې پرېکړه وکړه، چې دا فلم په شخصي ډول وړاندې کړم اود استقلال لیسې ته مې د دې فلم مینوال راغوښتي وو چې ویې ګوري او تېره ورځ زه پرېنښودل شوم. د ګیلدا په نوم یوه ښځه چې اېرانۍ ده او په استقلال لیسه کې یوه مسؤوله ده راته وویل چې په کابل کې د اېران سفارت او افغان فلم ريیس دواړو له خوا ورته هدایت شوی او نشي کولای چې دا فلم وښودل شي.((

د مدرسې په نوم فلم جوړونکى اسد سکندر زياتوي، چې افغان دولت باید د یوه هېواد سفارت ته اجازه ورنه کړي چې زمونږپه کلتوري چاروکې لاسوهنه وکړي.

که څه هم د اېران سفارت او د افغان فلم ریاست په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي خو د افغان فلم ريیس اینجینرلطیف څوورځې وړاندې د همسایه یا ګاونډي په نوم د یوبل افغاني فلم، چې په اېران کې د افغان مهاجرو د سفید سنګ په نوم د یوکمپ افغان مهاجرو ژوند ښيي اود اېراني پولیسوله خوا ځورول کیږي او بیا په ډزو ویشتل کیږي په بندیزلګولو سره ویلي وو، چې کېدای شي په دې سره د اېران او افغانستان هېوادونو اړیکې خرابې شي.
خود سیاسي چاروکارپوه او د افغانستان د سیمه اییزومطالعاتو مرکز مشر عبدالغفورلېوال وایې، چې افغان دولت باید په دې اړه پلټنه وکړي او د اېران سفارت دې ته پرې نږدي، چې زمونږ د هېواد په کلتوري چاروکې لاسوهنه وکړي.

((دولت بايد اجازه ور نکړي، چې د يوهېواد سفارت زموږ د هېواد په کلتوري چارو کې لاسوهنه وکړي او زه تعجب کوم، چې د يو سفارت لاسونه دومره اوږده شي. خو که داسي وي نو افغان دولت ، مدني ټولنې او روښنفکران بايد په ګډه د دا ډول لاسوهنو مخه ونيسي ((

باید وویل شي چې د مدرسې په نوم د دې ٨٥ دقيقې فلم کيسه د یوې افغانې نجلۍ ده، چې غواړي په اېران کې زده کړې وکړي خود اېران د قوانینواو حالاتوله مخې اجازه نه ورکول چې خپلې موخې ته ورسیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG