د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګردېز :ځانمرګي بریدکونکي تر واردمخه ووژل شو


نن غرمه د پکتيا ولايت ګرديز ښاروالۍ ودانۍ ته درې تنه بريد کوونکي چې غوښتل يې د ننه شي له بريد كولو وړاندې د امنيتي ځواكونو له خوا ووژل شول.

د پكتيا والي وياند روح الله سمون وايي، چې بريد کوونکو غوښتل د ولايت په مقام بريد وكړي خو له بريد وړاندې د پوليسو له خوا وويشتل شول او په وينايي، چې په بريد كې يوازې د ښاروالۍ يو تن كار مند او يو پوليس وژل شوي او نور مالي او ځاني زيان نه لري.

سمون زياتوي، چې له بريد کوونکو سره د چاودېدونكو توكو ډک موټر، واسكټونو سربېره درنې او سپكې وسلې هم موجودې وې.

د پكتيا امنيه قومندان مل پاسوال عبدالغفار ساپى هم وايي، چې وژل شويو بريد ګرو غوښتل د ښاروالۍ له ودانۍ څخه د ولايت په مقام بريد تر سره كړي خو له بريد وړاندې د پوليسو له خوا وويشتل شول.

جنرال ساپى وايي، چې بريدكوونكو له پوليسو سره يوازې لس دقيقې مقاومت كړى چې په ترڅ كې يې د ښاروالۍ يو تن كاركوونكى او پوليس هم وژل شوي دي.

د وسله طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې نور بريد كوونكي هم د ګرديز ښار ته د ننه شوي دي او په نورو امنيتي ادارو يې هم بريدونه کړي او امنيتي ځواکونوته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولي.
د ګرديز ښاروالۍ دوه پوړيزه ودانۍ د پكتيا ولايت مقام ته څېرمه موقعيت لري، چې دې ودانۍ ته په ننوتو نور دولتي ځايونه په نښه كيداى شي.

نږدې يو كال وړاندې هم په ګرديز ښارکې دوه تنه بريد كوونكي د ښار يو شخصي ماركيټ ته د ننه شوي وو، چې له امنيتي ځواكونو سره يې اوږده نښته وكړه
XS
SM
MD
LG