د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جانباز ځدراڼ وژنه او د حقاني شبکه


د حقاني شبکې باني مشر جلال الدین حقاني په اسلام اباد کې. دا د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر د میاشتې انځور دی. پر پاکستان تور دی چې له حقاني شبکې سره اړیکي لريږ
د حقاني شبکې باني مشر جلال الدین حقاني په اسلام اباد کې. دا د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر د میاشتې انځور دی. پر پاکستان تور دی چې له حقاني شبکې سره اړیکي لريږ
اسرار عالم مومند، مشال راډیو

پراګ
- د امریکايي چارواکو له وینا سره سم، د زیارت په ورځ پر قبایلي سیمې شمالي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د حقاني اورپکې شبکې یو مهم مشر جانباز ځدراڼ وژل شوی دی.

جانباز د جمیل په نوم هم پېژندل کېده او د چارواکو له وینا سره سم د ډانډې درپه خېل په سیمه کې په شوي برید کې وژل شوی دی.

چارواکي وايي دی د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني با اعتماده مرستیال وو خو په اسلام اباد کې د چارو کار پوه سلیم ساپی وايي چې ځدراڼ دومره مهم غړی نه وو.

واشنګټن پوسټ ورځپانه د رپورټونو تر مخې لیکي چې د ۲۰۰۸ز کال د سپټمبر په میاشت کې د پاکستان په قبایلي سیمې وزیرستان کې د حقاني ډلې د مشر جلال الدین حقاني مېرمن، خور او اته لمسي وژل شوي ول.

د رپورټونو تر مخې د ۲۰۱۰ز کال په فبرورۍ کې هم په یوه ډرون برید کې د جلال الدین حقاني کشر زوی محمد وژل شوی وو.

د جانباز ځدراڼ وژنه پر داسې مهال شوې چې امریکا تورونه پورې کړي ول چې د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی له حقاني اورپکې ډلې سره اړیکي لري.

پاکستان له دې تورونو انکار کوي.

امریکا په بیا بیا پاکستان ته ویلي چې د حقاني اورپکې ډلې پر ضد دې عملیات وکړي، خو پاکستان وايي پر یو مهال په ډېرو محاذونو نشي جنګېدای.
XS
SM
MD
LG