د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکايي الوتکې د چولو اقرار


د نايجېريا يو وګړي د خپل هغه جرم اقرار کړی دی چي غوښتل يې د مساپرو ډکه امريکايي الوتکه په نېکر کي د پټ کړل شوي بم له لاري والوزوي. ۲۴ کلن عمر فاروق عبد المطلب د امريکا په ډيټرويټ ښار کي په چار شنبه د خپلي مقدمې په دوهمه ورځ د خپل څارنوال د مشورې په ضد د جرم اقرار وکړی.

هيله څرګنديږي چي عبدالمطلب چي د اورپکي ډلي القاعده سره تړاو لري، د هغه جرم په بدل کي به د ټول عمر په جبري سزا محکوم کړل شي چي په ۲۰۰۹م کال کي يې د کرسمس په ورځ په هغه الوتکه کي د بريد هڅه ناکامه شول چي له امسټرډېم څخه ډيټرويټ ته روانه وه. په ياده الوتکه کي د ۳۰۰ خوا و شا کسان سپاره وه.

عبد المطلب هغه وخت ونيول شو کله چي الوتکه پر ډيټرويټ هوايي ډګر کښته شوه. نوموړی په دې ونه توانېدی چي په نېکر کي پټ چاودېدونکي توکي والوزوي. ده په چار شنبه پخپل بيان کي ويلي چي غوښتل يې د مسلمانانو د ويني بدل واخلي او ادعا يې وکړه چي د ده دغه کار د قرآن له نظره صحيح دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG