د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي خان د حقاني شبکې مهم قومندان دی


د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني
د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني
مايکل سېمپل په فارن پاليسي مجله کي د حقاني شبکې د يو مهم کومندان ملي خان په اړه مقاله ليکلې ده څوک چي د ناټو لخوا په افغانستان کي ونيول شو. د ليکوال په وينا ملي خان د حقاني شبکې يو تر ټولو مهم کومندان و چي په افغانستان کي يې په فعاله توګه په وسله واله نښته کي رول لوبوی.

په فارن پاليسي مجله کي د حقاني شبکې د مشر کومندان ملي خان په اړه ليکل شوي چي نوموړی تر هغه څو ورځي وروسته ونيول شو کله چي د امريکا د ګډو ځواکونو پخواني مشر کانګريس ته په خپله وينا کي په ډاګه کړه چي حقاني شبکه او د هغې ملاتړي ياني آی اېس آی په افغانستان کي د بې ثباتۍ راوستلو تر لوی سبب دي.

په مقاله کي راغلي چي ځيني وخت چي يو ياغي وسله وال ونيول شي يا ووژل شي نو د هغه په اړه مبالغه کيږي او د هغه د ارزښت د زياتولو هڅه کيږي خو د ملي خان نيول داسي نه دي. هغه په رښتيا هم د حقاني شبکې يو تر ټولو مهم کومندان و چي د شبکې مشر جلال الدين او د هغه زوی سراج الدين ډېر باور پرې کاوه. هغه په مستقيم ډول ټول عمليات څارل او د ياغيتوب د جاري ساتلو لپاره يې د وسلې او خوراک رسولو سربېره د ډلي د منظم کېدو چاري هم په غاړه درلودې.

د ملي خان استوګن ځای د وزيرستان په مرکز ميران شاه کي و خو هغه ډېر وخت هلته نه تېراوه.

مقاله زياتوي، حقاني شبکه له ځدراڼ قبيلې څخه راپورته شوې ده. ملي خان په دې شبکه کي مهم ځای په دې پيدا کړی چي هغه نه يوازي د دوی غړی و بلکې د هغه تعلق هم له ځدراڼ قبيلې سره دی. د نوموړي کورنۍ له جلال الدين او سراج سره خپلوي هم لري. يوې خوا ته د ملي خان خور د سراج مور ده او بلي خوا ته بيا د نوموړي تره یې اکا د جلال الدين له خور سره واده کړی دی. ملي خان د شبکې د مشرتابه په ځای ناستي توب کي مهم رول ولوبوی چي مشري يې له جلال الدين څخه د هغه زوی سراج الدين ته سپارل کېده.

مقاله ليکي، ملي خان د حقاني شبکې يو وفاداره مشر ګڼل کيږي او په همدې خاطر هغه په شبکه کي يو مهم رول درلودی. نوموړي په وزيرستان کي د القاعده په څېر د خپلو اتحاديانو له تجربو څخه هم ګټه تر لاسه کړې وه.

نوموړي يو شمېر ځان مرګي هم د بريدونو لپاره افغانستان ته لېږلي وو چي يوه بېلګه يې د کابل پر کانټيننټل هوټل بريد و. د پوځي کارونو د تر سره کولو تر څنګ ملي خان د حقاني شبکې د کاروبار ناظم هم و. آن د ۱۹۸۰مي په لسيزه کي هم د شبکې د پيسو چاري ده تر سره کولې. حقاني شبکه د خلګو په تيښتولو سره د پیسو په لاس ته راوړلو هم بدنامه ده او په افغانستان کي تر ۲۰۱۱ کال وروسته دغي شبکې کاروباري ګټو ته هم مخه کړې ده چي ملي خان يې چاري پر مخ بېولې.


مقاله زياتوي، د ملي خان په نيولو سره حقاني شبکې ته ډېر زيان ورسېدی او پر فعاليتونو به يې بد اغېز ورغوځيږي. خو د ده په ژوندۍ توګه نيول دا ثابتوي چي د امريکا يا ناټو لپاره تر وژل کېدو ژوندي نيول کېدل زيات اغېزمن تمامېدای شي.
XS
SM
MD
LG