د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ممتاز قادري د مرګ سزا وځنډول شوه


د اسلام آباد هاي کورټ د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثير په قتل کي د سزا يافته مجرم ممتاز قادري د مرګ سزا درولې ده.
د ممتاز قادري وکيلانو په راولپنډۍ کي د ترهګرۍ د مخنيوي د عدالت لخوا نوموړي ته د سزا ورکولو د مخنيوي درخواست په اسلام آباد هاي کورټ کي جمع کړي و. د مجرم وکيل ادعا کوي چي په عدالت کي د دوی دلايل نه و اورېدل شوي.
په راولپنډۍ کي د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت د رواني مياشتي پر لومړۍ نېټه ممتاز قادري ته د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثير د وژلو په جرم کي دوه ځله د مرګ سزا او د دوه لکه روپۍ جرمانه اورولې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG