د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ډیورڼد کرښه مېشت پښتانه ګډه ستونزه لري


افغانستان او پاکستان د سیمې دوه هغه هیوادونه دي چې د نورو په نسبت په ډيرو برخو کې سره نژدې والي لري،په ډیری سیمو کې پښتانه،بلوڅ او نور قامونه د ګډې پولې دواړې غاړو ته میشت دي او ان تر دې چې کور یې د پولې یوې خوا او ځمکه پټي یې بلې خوا وي.

نه یواځې دا بلکې د سرحدي سیمو خلک خو په خپلو کې خپلولۍ او خيښۍ هم لري او دواړو خواو ته د یوبل خور خورلڼې هم اوسیږي.

خو له دې هر څه سره سره د پاکستان له جوړیدا راهیسې ددغو دوو ګاونډیو هیوادونو د دولتونو ترمنځ اړيکې تر ډيره ترينګلې او ټول وخت یې په ناندریو او تا ویلې ما ویلې تیر کړی.

د نورکله په شان د سولې عالي شورا د مشر برهان الدین رباني تر وژنې او هندوستان ته د حامد کرزي تر وروستي سفر وروسته د دواړو دولتونو نازکې اړيکې یوارې بیا ترینګلې شوي ښکاري.

افغانستان وايي د رباني د وژنې پلان په کوټه کې جوړ شوی او پاکستان بیا په افغانستان کې د هند له شتوالي اندیښنه لري.

سره له دې چې لا هم تر یونیم ملیون زیات افغان کډوال په قانوني ډول په پاکستان کې ژوند کوي او د یوې اندازې له مخې څه باندې پنځوس زره پاکستانیان له خټګرۍ نیولې تر مسلکي چارو په افغانستان کې په کار بوخت دي خو بیا هم د دواړو خواوو ولسونه شکایت کوي چې د دولتونو سیالیو،رقابتونو او یوپر بل نیوکو ددوی پر اړیکو او راشه درشه منفي اغیزې کړي.

بلخوا ځینې بیا په دې باور دي چې ولسونه باید خپل نژدیوالی له لاسه ورنکړي او هڅه وکړي چې لاپسې نژدې شي او روانې سیاسي بزکشۍ همدې سیاسي چاپندازانو ته پریښودل شي.

د خلیلو تپې قومي مشر او د پخوانيو مجاهدینو په وخت کې افغان کمشنر ارباب دوست محمد خان وايي ،د دواړو خواوو ولسونه په خپل منځ کې هيڅ ډول ستونزه نه لري او ددوی ترمنځ په مینه کې که لږ ډیر کموالی راغلی نو دا هرڅه د حکومتونو د ناسمو سیاسي سیالیو نتیجه ده چې پر پښتنو یې ناوړه اغیز کړې ، موږ یو بل ډیر ښه پيژنو،زموږ تر منځ نه هیڅ ستونزه نشته او د دواړو خواو د حکومتونو ترمنځ او په سیمه کې چې کومې ستونزې موجودې دي ددې لپاره به هم همدا ولس حل لار راباسي. ٬٬

نوموړی د دواړو خواوو د سرحدي سیمو د اوسیدونکیو ترمنځ د ویزي شرط ختمولو غوښتنه کوي چې ولسونه په اسانه راشه درشه سره وکړی شي او یود بل له مسلوڅخه ځانونه خبر او په ګډه او سلا مشوره یې حل لارې ولټوي.

د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د پيپلز ګوند شيرپاو ډلې مشر آفتاب احمد خان شير پاو هم دا مني چې د لوبې اصلي واګې د بل چا په لاس کې دي خو د دواړو خواو ولسونه کولی شي په دې برخه کې مثبت رول ولوبوي، موږ له افغانستان سره تر دوو زرو کلومترو زیاته اوږده ګډه پوله لرو او دا کومه ستونزه چې را پيښه ده نو بې له شکه دا هم د دواړو ګډ مشکل دی نو که دواړې خواوې په دې لړ کې په ګډه کار وکړي او له یو بل سره همکاري وکړي نو بې له شکه تر ډیره به ستونزې حل شي

شيرپاو د قومي او ولسي جرګو تسلسل ددې ستونزې تر ټولو غوره لار ګڼي او زیاتوي چې په دې سره به نه یواځې د خلکو ترمنځ بدبینۍ له منځه ولاړې شي بلکې د دولتونو پر اړیکو به هم ښه اغیز ولري.

د جنوبي وزیرستان مشر خبریال سیلاب محسود بیا په دې باور دی چې په پښتني سیمو کې د روانو جګړو له منځه وړل د ولس له وسه وتلې خبره ده خو زیاتوي چې د ولسونو ترمنځ اړيکې لږ تر لږه ددغې لوبې جهت بدلوی شي ، یوه ویاله،یو پټی،یو درمند یو غوبل،یو رسم یو رواج، نو له دومره مشترکو دودونو او اړیکو سره سره که د دواړو خواوو ترمنځ منظمې اړيکې وي نو بې له شکه چې ډير مثبت رول لوبولی شي. که جنګ ته د پای تکی کښينښودی شي نو لږ تر لږه خو به نړیوال په دې خاوره د روانې لوبې له اصلي موخې او اهدافو نه خبر کړي.

سیلاب وايي په وزیرستانونو کې داسې ډیرې کورنۍ شته چې مینې یې د پولې دیخوا او ځمکې پټي یې په افغانستان کې دي خو وروستیو نا امنیو او په پوله پوښتنو ګرويږنو له سختو ستونزو سره مخ کړي.

لیکوال او ورځپاڼه لیکونکی سعدالله جان برق بیا په سرحدي سیمو کې بیسوادي د ټولو مسايلو سرچینه ګڼي خو زیاتوي چې که څه هم د لوبې ریموټ د بل په لاس کې دي خو حل به یې پخپله ولسونه را وباسي که موږ په دې تمه یو چې بل به راځي او زموږ مسلې به راته اواروي نو دا به مو له ځان سره ظلم کړی وي،هر څه چې وي پخپله به رامخې ته کیږو او خپلې مسلې به پخپله حل کوو؛ خو ددې ټولو بختیو ريښې هغه وخت له منځه وړلی شو چې په خپلو سیمو کې د معارف لمن وغځوو او هر پښتون پر خپل بچي زده کړې وکړي او د جهالت له تورو تیارو یې راوباسي.

د ټولنې لوستی قشر،لیکوال،اديب،شاعر،سیاستوال او قومي مشران او مخور که څه هم د ولسونو ددغو ستونزو یاودنې کوی او په ښکاره ډیر پرې ځوریږي هم؛ خو پوښتنه داده چې اخر ددې مسلې دحل لپاره به څوک ګام پورته کوي او د ولسونو ترمنځ د پيړیو دوستي به څنګه ژوندۍ ساتي؟

دا هغه پوښتنه ده،چې په ریکارډ یې څوک نه ځوابوي خو ډیری په دې باور دي چې ددې ارمان لرونکي ډیرې ککرۍ د ناڅرګند دښمن له لوري خاورې شوې ځکه نو هیڅوک ددې جرئت نشي کولی چې د دولتونو ترمنځ ستونزوته په ولسي کچه حل لار را وباسي
XS
SM
MD
LG