د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیايي ادارې ځواکونه سرت ښار ته د ننوتو ادعا کوي


په لیبیا کې د لنډمهاله حکومت ځواکونه ادعا کوي چي هغوی د معمر قذافي په پلارني ښار کي د کانفرنس سنټر ځیني برخي نيولي دي ، دا سنټر د لري کړل شوي حکمران معمر قذافي د وفادار پوځ مرکز وو او د هغوي په استعمال کي وو.

د لنډ مهاله حکومت ځواکونه وايي دوی نن په سرت ښار بمباري کوي چي دا رنګ په چتونو ناست د معمر قذافي پلوه پوځيان له مينځه يوسي.

د لنډ مهاله حکومت عسکر په دې ښار کې د معمر قذافي د پلوي ځواکونو له خوا له سخت مقاومت سره مخامخ دي . هغوی د معمر قذافي د دې پلارني ښار په دوو برخو لکه ډاون ټاون کانفرنس سنټر او د پوهنتون په سیمو کې مورچې نیولې دي.

سرت او بن ولید نومي دوه ښارونه د معمر قذافي وروستي مرکزونه بلل کیږي. د لنډمهاله حکومت ځواکونو د اګست پر درویشتمه نېټه د طرابلس تر نیولو وروسته د لیبا پر زیاتره برخو خپله واکمني ټینګه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG