د لاسرسي ځای

تازه خبر

"کراچۍ وېشلې ده" تاوتریخوالی څلور وژل شوي




په کراچۍ کې تازه تشدد

په کراچۍ کې د اخ و ډب په تازه پېښو کې د عوامي نېشنل ګوند د ددوه غړو ترڅنګ څلور کسان وژل شوي دي.

د مشرقي کراچۍ د پوليسو سپریټنډېنټ جاويد له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې بیګا د اتوار په شپه په دريو موټرسايکلو سورو شپږو نامالومه کسانو د سچل تاڼۍ په سېمه کې د عوامي نېشنل ګوند په سيمه ايز دفتر ډزې کړي دي چې په کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي ـ

د عوامي نېشنل ګوند د مشرقي ضلعې صدر يونس بونيري مشال ريډيو ته ويلي دي چې دواړه وژل شوي کسان او يو زخمي شوی تن ددوی دګوند غړي دي ،په دې کې زموږ د ديارلسم يونين کونسل ذمه دار خان زمان او ورسره جمال چې زموږ د ګوند غړي و،شهيدان شول او د حيدر په نوم زموږ د ګوند يو بل کارکن زخمي شوی دی.

يونس بونيري وويل چې هغوی دې پېښې ته له دې زاويي ګوري چې د سپريم کورټ له خوا د کراچۍ کيس اوريدنې په وخت په کراچۍ کې د وژنو لړۍ دريدلی وه خو دهغې فيصلې وروستو يو ځل بيا دغه لړۍ د پښتنو په علاقو کې شورو شوې ده.


د نوموړي په خبره د حمله کوونکو په ډزو د خپل کور مخې ته واړ يو ماشوم هم زخمي شوی ـ

بلخوا د کاردار پوليس وايي، چې د لي مارکيټ په سيمه کې نامالومه وسله والو کسانو لخوا ۴۵ کلن عثمان غني عرف پټان او ۲۴ کلن اعجاز وژل شوي دي ـ

دا پېښې په داسې حال کې شوې چې پرون د د خالي /شنبې ورځ

د بشري حقونو کمیشن رپوټ

دپاکستان لپاره د بشري حقونو کميشن د کراچۍ دبدامنیو په اړه په خپل تازه رپورټ کې ويلي چې ټول سياسي ګوندونه د کراچۍ بدامنۍ په پېښو کې ککړ دي ـ

د خالي ورځ د پنجاب په لاهور کې د پاکستان د بشري حقونو کمیشن جنرل سیکرېټري آی اې رحمان د رپوټ وړاندې کولو پر مهال وویل چې د پاکستان ریاست په کراچۍ ښار کې د خلکو په امنیت ساتلو کې بیخي ناکامه شوی دی.


په کراچۍ کې د تشدد په اړه د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د رښتیا موندنې په دغه خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې د ۲۰۱۱ مکال د جنورۍ له لومړۍ نېټې نه د اګست تر ۳۱ مې نېټې پورې په ښار کې ۱۴۰۶ تنه وژل شوي دي.او په دې شمېره کې ۶۵۸ کسان یوازې په جولایي او اګست میاشت کې وژل شوي دي.

سیاسي ګوندونه مجرمان ساتي

د پاکستان د بشري حقونو کميشن په رپورټ کې راغلي چې سياسي ګوندونه په ښار کې پر یو بل د تشدد او مجرمانو ته پټ پناه ورکولو تورونه لګوي خو خپلو ګوندونو کې د وسله والو ډلو له شتونه انکار کوي.

د ایم کیو ایم او اې اېن پي سیالي

رپورټ زياتوي چې ښار کې د اخ و ډب د پېښو يوه لويه وجه دا هم ده چې د خېبر پښتونخوا او پنجاب ضلعو څخه ګڼ شمير کې خلک کراچۍ ته د مزدورو لپاره ځي. عوامي نېشنل ګوند د قامي او صوبايي اسمبلۍ د څوکیو زیاتلو هیلې وینې چې له دې څخه ايم کيو ايم په ویره کې لویدلی او غواړي خپل انتخابي برلاسي پرځای وساتي.

د پاکستان د بشري حقونو کميشن راغلي په د ۲۰۰۷ م کال په ۱۲ مې د ایم کیو ایم او اې این پی ترمنځ تشدد په کراچۍ کې ډېر مهم بلل کېږي.ځکه چې د ښار تشدد لړۍ هم له هغې ورځې سره تړلې ښکاري.ټولو ګوندونه د یوه بل د سیاسي مېنډېټ درناوی کوي خو د خپلو ګټو ساتنې لپاره باور او ډاډ په خپلو وسلو ډلو کوي.

ریاستي ناکامي

په رپوت کې راغلي چې په کراچۍ ښار کې د تشدد په اړه د ریاستي لاسوهنې هیڅ بېلګه او مثال نه ښکاري.په رپوټ کې راغلي د ۲۰۰۲م کال راهیسې ریاستي مشینري په کراچۍ کې د زمکو نیولو لپاره کارول شوېده.خو لېنډمافیا (زمک نیونکې) د ښار له روانې بدامنۍ او قانون او نظم له نشتوالي ګټه پورته کوي.

کراچۍ وېشلی ښار

په ښار کې د وسلې پاکولو کمپین غوندې مهمه معامله کې پرمختګ ځکه نه کامیابېږي چې هر یوه ښکېله غاړه خپله مرضي غواړي.او دا مهال ښار په سياسي ،مسلکي او ژبني بينادونو په مختلفو برخو ويشل شوی دی ،ښار کې د خلکو کاروبارونه هم په ژبني او سياسي او مسلکي تعصب تباه کړل شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کميشن په ډاګه شوې ده چې تراوسه په دغه پېښو کې زياتره کاروبارونه د پښتنو خراب شوي دي ـ

توپیري چلند

په ښار کې قانون پلي کونکې ادارې بې وسه او ناهیلې شوې دی ځکه چې له تېرو لسو کلونو راهیسې د سلګونو پولیس والو د وژنې له وجې د هغوی حوصله لوېدلې ده.

په ښار کې د تشدد په پېښو کې له اغېزمنو کسانو سره د طبي کارکونکي د نسلي تعصب له وجې توپیري چلند کوي.

خبریالان هم د ټولو ګوندونو د ویرې له وجې د اغېزمنو سیمو له رپوټولو ډارېږي.

کلنګ اخیستنه

په کراچۍ ښار کې وړوکي کاروباریان کلنګونه ورکوي او ادعاکېږي چې کلنګ اخیستونکي له سیاسي ډلو سره تړاو لري.په ښار کې وکیلان هم په هدفي وژنو کې وژل کېږي.د رپوټ په خبره د ورځې شاخوا یو ارب روپۍ کلنک اخیستل کېږي.

په رپوټ کې راغلي سره له دې چې سرکار کمزوری دی خو د ولس د ځان ومال ساتنه د دوی ذمه داري ده.

سپارښتنې

د پاکستان بشري حقونو کميشن په رپوټ کې شپاړلس سپارښتنې شوې دي چې په کې راغلې حکومت ته پکار ده هغه ژمنې وکړي چې ترسره کولای یې شي.

د سپارښتونو له مخې په کراچۍ ښار کې د ریاست عمل داري ډېره لږه ده نو پکار ده چې د وژل شویو پولیس والو قاتلین دې وموندل شي او هغوی ته دې سزاګانې ورکړل شي چې د پولیس حوصله اوچته شي.

پولیس باید بې له ویرې قانون پلی کړي.په ښار کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته دې مناسبه معاوضه ورکړل شي.

دکراچۍ پولیس دې له سیاسي مداخلې ازاد کړل شي.له ښاره دې هر ډول وسله پاکه کړل شي.که په هغو کې لایسنس لرونکې وسله هم وي .په دې لړ کې دې مدني ټولنې یا سماجي ادارې خپل کردار ترسره کړي.

د کراچۍ ستونزې لکه بې کاري ،اوبه،ټرانسپورټ او نورې هغه دې هوارې کړل شي او نیولې زمکې دې خوشې کړل شي او دلته د اوسېدونکو ټولو بیلا بېلو قامونو او نسلونو ترمنځ د ورورلی لپاره دې هلې ځلې وکړل شي.

په ښار کې دې ټول غیرقانوني کسان راجسټرکړل شي.
د کراچۍ په سیاست کې دې د ریاست لاسوهنه بې له ځنډه ودرول شي.ریاست دې د خپل ولس خیال وساتي نه دا چې د وسله والو ډلو کړو وړو ته دې پرېښودل شي.

د داسې رپوټونو ګټه

په کراچۍ کې د سیاسي چارو کارپوه او خبریال اجمل خټک کشر د د پاکستان د بشري حقونو کميشن د اوسني خپاره شوي رپوټ په اړه وايي که څه هم دغه ډول رپوټونه هغه پټې ډلې،ګوندونه ،مجرمین چې له لاسه یې بې ګناه خلک ځورېږي او کړېږي ولس ته په ډاګه شي .خو د دده په خبره د پاکستان ریاست یې په وهلو کې ناکامه ښکاري.

د يادونۍ وړ ده چې کراچۍ کې تېرې يوې نيمې مياشتې په موده کې کراري وه ـ دغه موده کې له يوې خوا کراچۍ کې د شرخوښو په ضد د لټون عمليات روان و، او له بلې خوا د سپريم کورټ لخوا کراچۍ کې د بدامنۍ په ضد ا خيستل شوي له خپلې خوا ګام یا سوموټو ايکشن اوريدنه روانه وه ـ

که څه هم د لټون دغه عمليات لا هم روان دي خو د زيارت په روځ د سپريم کورټ لخوا د کراچۍ بدامنۍ کيس په اړه دفيصلې روستو کراچۍ کې د تشدد پېښې يو ځل بيا زياتې ترسترګو کيږي.
XS
SM
MD
LG