د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې لوړ پوړی افسر وژل شوی دی


نیاز موسا خېل، مشال راډیو

کوټه
- د پاکستان د بلوچستان په مرکز کوټه کې یو لوړ رتبه حکومتي چارواکی د هدفي وژنې په پېښه کې وژل شوی دی.

د کوټې د ګوالمنډې پولیس تاڼې مشر محمد فیاض وايي، د صوبې د خوراک د محکمې ایډیشنل سېکرتر، محمد ادریس، د جمعې په شپه ننه بجې وژل شوی دی.

د ده په خبره، ادریس پر کاسي سړک په یوه دوکان کې ناست وو چې پر موټر سایکل سپرو نا مالومه وسله والو پر ده ډزې وکړې.

له ادریس سره یې زوی هم ناست وو چې د ډزو پر مهال ووژل شو. پولیس زیاتوي، ادریس د روغتون په لاره کې مړ شو

د روغتون چارواکي وايي، د ادریس د زوی طبي وضع یې اوس ښه ده.

پولیس وايي، محمد ادریس پنجابی وو او له مودې راهیسې په کوټه کې اوسېده. دوی د نا مالومه کسانو پر ضد رپورټ درج کړی دی.

تر اوسه د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.
XS
SM
MD
LG