د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاهور کې خبریال ووژل شو


په لاهور کې د برتانيا د يوې آن لاين ورځپاڼې لندن پوسټ خبريال فیصل قريشي وژل شوی دی.

د فیصل قريشي ورور ډاکتر شاهد قريشي له ميډيا سره په خپلو خبرو کې ويلي دي چې هغه او ورور ته یې ورځې وړاندې د يوه سياسي ګوند لخوا ګواښونه شوي ول.

د خبريال فیصل قريشي مړی تېره ورځ د لاهور په جوهر ټاون کې د هغه د اوسېدو له ځای ترلاسه کړل شو.

پر نوموړي تشدد شوی وو او مرۍ یا غاړه يي پرېکړل شوې وه.

ياده دي وي چې موده وړاندي آن لاين لندن پوسټ نومي ورځپاڼي خبر ورکړي وو چې په مشکوکه توګه د متحده قومي مومنټ مشر الطاف حسين د لندن پر هوايي ډګر هغه وخت ودرول شو چې کله نوموړی جنوبي افريقا ته روان وو.
XS
SM
MD
LG