د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند، پاکستان مخالفه افغانستان جوړوي: مشرف


د پاکستان پخوانی ولسمشر پروېز مشرف په امریکا کې په ووډرو ویلسن مرکز کې یوې غونډې ته وینا کوي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۲۱مه.
د پاکستان پخوانی ولسمشر پروېز مشرف په امریکا کې په ووډرو ویلسن مرکز کې یوې غونډې ته وینا کوي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۲۱مه.
ژباړه: احمد شاه اعظمي، مشال رادیو

سرچینه: اژانس فرانس پریس (اې ایف پي)


د پاکستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف د زيارت په ورځ پر هندوستان تور ولګوی چي دا هيواد په افغانستان کي هڅه کوي چي د پاکستان مخالفه احساسات را وپاروي.

مشرف دا خبري د اټلانټيک ميډيا کارپورېشن تر سيوري لاندي په يوه جوړه شوې غونډه کي وکړې.

نوموړي وويل چي په افغانستان کي د هنودستان او پاکستان تر منځ د سيالۍ يو شخړه روانه ده. په دې حالاتو کي هندوستان هڅه کوي چي يو پاکستان مخالفه افغانستان جوړ کړي او پاکستان کمزوری کړي چي دا ډول خپل ځان په سيمه کي په سياسي او اقتصادي توګه واکمن او برلاسی کړي.

مشرف زياته کړه، هغه پوهيږي چي هند نه غواړي چي پر پاکستاني پوځ کنټرول تر لاسه کړي خو غواړي چي په خارجه پاليسي، اقتصاد او تجارت په ډګر کي پر پاکستان برلاسي تر لاسه کړي. په همدې ډول پر يو بل هيواد کنټرول تر لاسه کېدای شي.

مشرف د خپلي وينا پر مهال وويل چي د افغانستان عسکر، پوځ او او ټول امنيتي کسان د روزني لپاره هند ته ځي چيري چي دوی ته د پاکستان په ضد زده کړي ورکول کيږي.

نوموړي زياته کړه کله چي دی په واک کي و نو افغان ځواکونو ته يې د عسکري روزني لپاره بې له پيسو وړانديز وکړی خو يو کس هم پاکستان ته د روزني لپاره نه راغلی.

نوموړی وايي چي هند بايد دا هرڅه پريږدي او امريکا ته پکار ده چي هغه له هند سره د پاکستان په حساسيتونو ځان پوه کړي.


د پاکستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف دا څرګندوني تر هغه وروسته کړي چي افغان ولسمشر حامد کرزي دنهي په ورځ له هند سره ستراتيجک تړون لاسليک کړی. دا تړون د افغانستان لخوا د يو هيواد سره د خپل ډول لومړی تړون دی چي په ترڅ کي به يې د دواړو هيوادو تر منځ تجارتي، کلتوري او امنيتي اړيکي نور هم ژور شي.
XS
SM
MD
LG