د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کندهار بريد ته تيارې وسلې نیول شوې دي


د نیول شویو مشکوکو کسانو انځور
د نیول شویو مشکوکو کسانو انځور
سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار
- د افغانستان د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې له تېرو څو ورځو را په دې خوا يې د کندهار ولايت په بېلابېلو سيمو کې د د دولت د مخالفو وسله والو پر ضد او د نشيي توکو د له مېنځه وړلو په موخه عمليات پيل کړي دي چې تر اوسه پورې يې ګڼ شمېر وسله وال او د نشي توکيو لېږدوونکي کسان نيولي دي.

چارواکي وايي چې په تېرو شپږو ورځو کې پوليسو له بهرنيو سرتېرو سره د ګډو عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو پېنځه شپېته کمينونه له مېنځه وړي دي.

د کندهار د امنيت امير شېرشاه يوسفزى وايي چې پوليسو تر اوسه پورې د پيل شويو عملياتو پر مهال درېش ځاى پر ځاى شوي ماينونه هم کشف او خنثى کړي دي او په زياته اندازه وسلې يې لاس ته ورغلې دي.

(( په تعداد د ۳۰ حلقي ماينونه په ښار او ولسواليو کې کشف او خنثى شوي دي. ۱۰ تنه وسله وال له منځه وړل شوي او نهه نور طالبان نيول شوي دي. پر دې سربېره څلور تنه نور مشکوک کسان نيول شوي دي . له ټولو نيولو شويو کسانو سره يو ميل پيکا، پېنځه کلاشنکوفونه ، شپږ عرادې موټر سايکل ، درې ريموټ کنټرول ماينونه، درې فاير د مزايل مرمۍ ، دوه د هاوان مرمۍ او يو ديسي توپ چې پر کندهار يې د بريد د پاره چتو کړي وو د پوليسو له لوري نيول شوي او خنثى شوي دي ))

د يوسفزي په خبره په دې سربېره له پاکستان سره پر پوله سرحدي پوليسو هم په زياته اندازه چاودېدونکي توکي او نشه يي مواد له څو تنو سره نيولي دي .
دى وايي چې کندهار ته زيات وخت چاودېدونکي توکي د پاکستان له خاورې څخه رالېږدول کېږي خو په دې ورستيو کې پوليسو په وار وار دغسې پېښې شنډې کړې دي.

(( چاودېدونکي مواد له پاکستان څخه د شريک سرحد له لارې راوړل کېږي. خو اوس زمونږ پوليسو ټېر پياوړي شوي دي کله چې هم دغسې پېښه کېږي دوى يې نيسي. ))

څه موده وړاندې هم پوليسو په کندهار کې د يو لړ عملياتو پر مهال چاودونکي توکي نيولي وو او له نشه يي بوټو څخه يې لسګونه جريبه ځمکه پاکه کړې وه .
XS
SM
MD
LG