د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقي سرتېرو یرغمالیان راخوشي کړل


د عراق امنيتي سرتېرو په انبار صوبه کې په يوه حکو متي ودانۍ د بمبارۍ وروستو د يوې وسله والې ډلې لخوا يرغمال کړل شوي کسان خوشي کړي دي .په دې دوران يوشمير کسان وژل شوي دي.

دا تر دې دمه نه ده مالومه چې دا کسان په لومړي بريد کې وژل شوي او يا د پوځ لخوا په ودانۍ د بمبارۍ دوران وژل شوي دي ،

پوځ چې په کومه حکومتي ودانۍ بمباري کړيده په هغه کې يو پوليس تاڼه هم ده. د رپورټونو له مخې شپږ يا اووه يرغمالکونکي هم وژل شويدي.د بريد وړاندي لږ تر لږه دوه چاودني وشوې، ممکنه ده چي دا چاودنې ځانمرګو برید کونکو کړې وي.

دا خبره په ډاګه شوې نه ده چې څومره کسان يرغمال کړل شوي وو او ايا په دوی کي څوک وژل شوی هم دی او که نه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG