د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د هزاره قبیلې ۱۳ کسان ووژل شو


د بلوچستان په کويټه کي ناڅرګنده وسله والو په يو بس ډزي کړيدي چي په کي ۱۳ هزارګان وژل شوي او اته نور ژوبل دي.

د شا لکوټ پوليس سټيشن ايس ايچ او رياض مشال ريډيو ته ويلي دا پيښه نن سهار هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د کوټې په اختر آباد سيمه کي له يو مزدا بس څخه وسله وال راکښته کړل شو شو او په یو په یوه یې د هزاره قبیلې کسان ووژل.

ژوبل کسان يي د ښار سي ايم ايچ روغتون ته رسولي) ، د دوي په وينا په پيښه کي وژل شوي ټول کسان د هزاره قبيلې له شيعه فرقې سره تعلق لري ، دا بس د کيرياني روډ څخه د هزار ګنجي په لور راوان وو ، بلخوا د کوټې سي سي پي او وايي په بس کې شا وخوا ۳۰ کسان سپاره وو .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG