د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزي له هندي مشرتابه سره خبرې اترې کوي


افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هند په دوه ورځنۍ سفر نوي ډلي ته رسېدلی دی. د خپلې دورې پر مهال به نوموړی له هند ي وزيراعظم من موهن سنګ ، د بهرنو چارو وزير ايس ايم کرشنا او د هند له نورو مهمو چارواکو سره ویني.

دافغانستان ولس مشر حامد کرزی په داسې وخت کې د نوي ډیلي په سفر دی چې په دې وروستیو کې دکابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې اغیزمنې شوي ، او د امریکا متحده ایالتونه هم په دې خبره زور راوړي چې دترهګرۍ پرضد په جنګ کې پاکستان باید له زړه نه همکاري وکړي او په ځانګړي ډول د حقاني اورپکې ډلې خلاف دې عملیات پیل کړي ځکه چې دا ډله په افغانستان کې میشت دنړیوالو ځواکونو خلاف په بریدونو کې لاس لري.

دافغانستان د ولس مشر حامد کرزي یو ویاند حامد علمي وايي هندوستان ته د افغان ولس مشر سفر له مخکې نه ترتیب شوی ، خو دوی به په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره دهندوستان نه هم مرسته غواړي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG