د لاسرسي ځای

تازه خبر

” څه غواړو موږ څه غواړو بجلۍ بجلۍ غواړو ٬٬


د خیبر په لواړګي بازار کې د بجلۍ لوډ شیډنګ پرضد احتجاجي مظاهره.تصویر اخیستونکی فرهاد شینواری
د خیبر په لواړګي بازار کې د بجلۍ لوډ شیډنګ پرضد احتجاجي مظاهره.تصویر اخیستونکی فرهاد شینواری
فرهاد شینواری - خیبر ایجنسۍ

دا مهال په پاکستان کې د بجلۍ نشتوالي له لاسه د ملک په لروبر کې خلک په احتجاجونو راوتي دي.

د ملک په ګڼو برخو کې په ګنټو ګنټو بجلۍ غایبه وي چې نه یوازې یې د خلکو کاروبارونه په ټپه درولي بلکه په روغتونو کې د ناروغان ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې د بجلۍ رسولو مرکزي ادارې پېپکو مشر اعجاز قریشي ویلي چې وفاقي حکومت د پاکستان سټېټ آیل ته اته ارب روپی ورکړې چې په دې سره به لویو برېښنا کوټونو (پاور پلانټ) ته د تیلو رسېدو سره سم د لوډشېډینګ کچه را تيټه شي.

په ملک کې د لودشېډینګ پر ضد د احتجانو روانه لړۍ قبایلي سیمو ته هم غځېدلې ده.

د خیبر قبایلی سیمي په لواړګي بازار کې هم د بجلۍ د لوډ شیډنګ پرضد ځایی خلکو یوه احتجاجي مظاهره وکړه چې پکې سلګونه کسانو ګډون وکړو.


مظاهره چېانو د واپډا پرضد او د بجلۍ بحالولو په لپاره نارې وهلې،دغه احتجاجي غونډې ته د وینا په وخت یو ځایي مشر شاه محمد شینواري وویل، په ټول ملک کې لوډ شېډ ینګ دی خو د خیبر قبایلي سیمې بجلۍ له تېرو شپږو ورځو راهيسې په مکمله توګه بنده کړی شوېده، او له دوی سره دې دا ناروا چلند ودرول شي ،او بجلی دې ورته بحال کړي شی،،

یو بل تن عبدالرازق وویل، چې د بجلۍ د نشتوالي له امله د سکولونو ماشومان، اوپه روغتونونو کې ناروغان له ستونځو سره مخامخ دي.او د باوړیو (ټیوب ویلونو) نه چلیدو له وجې یې په سیمه کې د اوبو قلت هم پیدا شوی دی، او اوس یې ښځې او ماشومان له لرې لرې ځایونونه په سرونو اوبه راوړي.،،

په لواړګي سیمه کې د بجلۍ نشتوالي په اړه قبایلی سیمو ته د بجلۍ ورکولو کمپنۍ ( ټیسکو ) یو چارواکی انور مروت وايي ، په ټول ملک کې د بجلۍ بحران دی ،او بله دا چې د لنډي کوتل ګریډ سټېشن باندې ډیر بوج دی ،ددې له وجې په هره سیمه کې یو شانتې لوډ شیډنګ کوو ،،
XS
SM
MD
LG