د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قذافي له پلرني ټاټوبي په زرګونه خلک د وتو په حال کې دي


د لیبیا د لرې کړل شوي مشر معمر قذافي په پلرني ښار سرت کې د قامي عبوري شورا او د قذافي وفادارو ځواکونو تر منځ د جګړې له کبله په زرګونه خلک له ښاره وځي.

د عبوري قامي شورا ځواکونه له دوو اوونیو زیاتې مودې راهیسې د ښار د واک تر لاسه کولو هڅه کوي.

تښتېدلو کسانو ویلي په ښار کې د روغتیايي اسانتیاو د نه شتون له کبله ډېر خلک مړه شوي دي. د یکشنبې په ورځ، د سور صلیب د نړیوالې ادارې ویاندې دیبا فخر د سرت په ختیځ کې په یوه روغتون کې د سترګو لیدلی حال بیان کړی دی: ((د سور صلیب نړیوالې ادارې وکولای شول چې له مصراتا، سرت ته لاړ شي او هلته یې د سرت عمومي روغتون ابن سینا وکوت. په روغتون کې د ډاکترانو کمښت دی. طبي آلات نشته، د اکسیجن سیلینډرونه او د اوبو ذخیرې هم اغېزمنې شوې دي.))

د سور صلیب نړیواله اداره وايي شا و خوا ۱۰۰۰۰ کسانو سرت پرېښی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG