د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر پوځي واکمن په لانجمن قانون کې بدلون راوړي


د رپوټونو له مخې په مصر کې پوځي واکمنان پر دې سلا شوي دي چې د انتخاباتو په لانجمن قانون کې بدلون وکړي.

د دې هیواد حکومتي خبري اژانس خبر ورکړی چې د روان کال د فرورۍ په میاشت کې د حسن مبارک له لرې کېدو وروسته واک ترلاسه کوونکې سترې پوځي شورا په قانون کې دا بدلون د دې لپاره منلی دی چې سیاسي ګوندونه د پارلمان د هغو دریمه برخه چوکیو لپاره خپل کسان ودروي چې تر دې وړاندې د ازادو امېدوارانو لپاره ځانګړې وې.

دا له هغه وروسته ده چې په لسګونه ګوندونو له انتخاباتو څخه د پرېکون یا بایکاټ ګواښ کړی وو. دا ګوندونه د حسن مبارک د نشنل ډیموکرټک ګوند د هغو غړو مخه نیول غواړي چې د بیا ټاکل کېدو هڅه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG