د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د پاکستان خلاف مظاهره وشوه


به کابل کې د پاکستان خلاف مظاهره.
۲اکتوبر ۲۰۱۱م کال
به کابل کې د پاکستان خلاف مظاهره. ۲اکتوبر ۲۰۱۱م کال
فرشته مرسل- کابل

په کابل کې نن د یکشنبې ورځ په سلګونه مظاهره چیانو کسانو په افغانستان کې د پاکستاني لاسوهنې او راکټي بریدونه غندنه وکړه.هغوی له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې په پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ودروي.

دا مظاهره د ملي مشارکت د جبهې له خوا پلان شوې وه، چې په کې د دې جبهې په سلګونو پلویانو برخه اخیستې وه.

مظاهره چیانو پاکستان او د دغه هېواد استخباراتي اداره ای ایس اې په بیا بیا په افغانستان کې د دولتي چارواکو او قومي مشرانو په وژنه تورنوله.

د دې مظاهرې یو تنظیموونکې نجیب الله کابلي وایي، که د پاکستاني پوځ له خوا دا حملې بندې نه شي، نو دوی به د دې مسئلې په وړاندې نور ګامونه پورته کړي.

مظاهره کوونکو په پای کې یو پریکړه لیک هم خپور کړ، چې په کې له ملګرو ملتونو څخه د پاکستان د تیري په اړه د یوې بیړنۍ غونډې د وربللو غوښتنه هم شوې.



د افغانستان پر ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول کونړ او نورستان باندې د پاکستان د توغنديو په حملو کې یو شمېر ولسي خلک وژل شوي او ټپي شوي.

د مظاهرې یو شمېر ګډونوالو، چې د پاکستان او د دغه هېواد د استخباراتو د ادارې پر ضد یي نعرې وهلې دا هم وویل، که ملګري ملتونه او دولت د پاکستان د حملو په مخنیوي کې پاتې راځي، نو دوي یي ځواب ویلو ته تیار دي.

په افغانستان کې د پاکستان د لاس وهنو او درنو وسلو د حملو د بندلولو لپاره د ملګرو ملتونو د مداخلې غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې تر دې مخکې د ملي شورا دواړو جرګو هم دا مسئله ملګرو ملتونو ته د سپارلو غوښتنه کړې وه.

له بل لوري ځینې راپورونه وایي، چې د کونړ او نورستان ترڅنګ د یکشنبې په ورځ د خوست په سرحدي سیمو هم د پاکستاني پوځ له خوا د درنو وسلو ډزې شوي.
XS
SM
MD
LG