د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی: د سولې خبرې به نور له پاکستان سره کوو.


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له خپل مرستیال محمد فهیم قسیم سره یو ځای د سولې اعلي شورا د وژل شوي مشر برهان الدین د جنازې وروسته دعا کوي.۲۳ سېپټمېر ۲۰۱۱م کال
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له خپل مرستیال محمد فهیم قسیم سره یو ځای د سولې اعلي شورا د وژل شوي مشر برهان الدین د جنازې وروسته دعا کوي.۲۳ سېپټمېر ۲۰۱۱م کال

د افغانستان ولسمشروایي، چې اوس باید د سولې په اړه له پاکستان سره خبرې وشي.ولسمشر حامد کرزي، چې د جمعې په ورځ د افغانستان د علماوو په سرتاسري شورا کې خبرې کولې وویل، چې د سولې لپاره باید اوس دقیق فکر وشي.

ولسمشرکرزي زیاته کړه، چې موږغواړو سوله راولو او دا مو د ولس غوښتنه ده . خو دا چې طالبان د سولې په نوم راځي او وژنې کوي او د طالبانو مشران هغه نه تاييدوي او نه يې ردوي نو له دې ښکاري، چې دوى واک نلري. نو اوس په کار ده چې له پاکستان سره خبرې وشي.

ده وویل، ((د خبراترولپاره مقابل لوری څوک دی ؟ زموږ ولس له مونږنه پوښتنه کوي چې ولسمشره تاسو چې د سولې غږ پورته کړی مقابل لوری څوک دی ؟ زه بل ځواب نه لرم چې ووایم پاکستان دی. ملا محمد عمر اخوند خو زه نشم پیداکولای چې چېرې دی؟ د طالبانو شورا خونشم پیداکولای چې چېرې ده؟))

د سولې عالي شوراغړی مولوي شاهدالله شاهد هم دا وایې، چې سوله د هېواد ترټولو لویه اړتیا ده او هېڅکله هم په جنګ مسایل نشي حل کېدای او د سولې شورا موقف اود علماوو غوښتنه هم داده، چې په هېوادکې سوله راشي. خو زیاتوي، چې د سولې خبرو لپاره باید له سره غور وشي چې له چا سره او په څه ډول خبرې وشي او په دې بايد له سره کتنه وشي .

د سولې عالي شورا غړي مولوي شاهدالله شاهد د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که چېرې ثابته شي د وسله والو طالبانو رهبري د استاد رباني په وژنه کې لاس وو نو د سولې عالي شورا موقف به څه وي ؟

هغه زياته کړه،(( د سولې عالي شورا ۷۰ تنه غړي لري هغوی به د دولت او د نړیوالې ټولنې سره یوځای کیني او په دې به خبرې او غورکوي چې بیا څه کول په کاردي، چې هغه وروسته خبرې دي.))

د سیاسي چارو کار پوه استاد حبیب الله رفیع وایې، چې د طالبانو سره خبرې کول پکار دي او په وینا یې ، باورنه لري چې پاکستان دې په دې برخه کې همکاري وکړي.

نوموړى زياتوي)) ترڅو، چې له طالبانو سره اساسي خبرې ونه شي ترهغو پورې پاکستان د طالبانو نمایندګي نشي کولای. د دې سره سره چې پاکستان د طالبانو سره ولاړدی ، طالبان تمویلوي ، او وسلې ورکوي رالیږي یې اوبیا بېرته هلته په مصؤنیت کې ژوند کوي. لېکن بیا هم له طالبانو سره خبرې کول په کاردي پاکستان سره سوله کول ناشونی کار دی، ځکه پاکستان دلته خپله ستراتیژي او ګټې لري. او حل لاره یې داده، چې هم د پاکستان او هم له طالبانوسره بېلې ، بېلې خبرې وشي.((

د یادونې ده چې د سولې خبرې له هغه وروسته له ځنډ او خنډ سره مخ شوي چې د سولې عالي شورا پخوانی ریيس استاد رباني ظاهراٌ د طالبانو له خوا د لیږل شوي قاصد په ځانمرګي برید کې ووژل شو او په اړه یې د هېواد دننه او بهرګڼ شمېرغبرګونونه راوپاريدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG