د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستان سره امریکايي اړیکي نور بحراني کېږي


ژباړه: نجیب عامر، مشال راډیو

سرچینه: رویټرز خبري اژانس


رویټرز خبري اژانس لیکي دسپینې ماڼۍ له خوا د پاکستان سره داړیکو د بیا تازه کولو هڅې په ځینو بدو بندیزونو تړل شوي ، حکومتي خړپړتیاوې دا اړیکې نورې هم بحراني کوي.

دامریکا د لوړ پوړو پوځي چارواکو له خوا پر پاکستان دلګول شویو تورونو په تناظر کې چې ګواکې دپاکستان استخباراتي ادارې په کابل کې د امریکا پر سفارت دترسره شویو بریدونو تر شا لاس درلودلو ، اوس امریکايي چارواکي په بیړنۍ توګه هڅه کوي چې نورې لارې ولټوي.

اژانس لیکي واشنګټن غواړي چې د حقاني شبکې خلاف پیچونه نور تاو کړي ، دا هغه اورپکې ډله ده چې د امریکايي چارواکو په وینا د پاکستان استخباراتي ادارې یې ملاتړ کوي او دوی په کابل کې د امریکا پر سفارت په شوي برید او په دا ډول نورو ترهګریزه پېښو کې يې لاس درلودلو . او ددوی بریدونه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په ارامه انخلا کې خنډونه واقع کوي.

د امریکا د استخباراتي ادارې ( سي ـ ای-ای ) یو پخوانی چارواکی بروس ریډل وايي : زما په اند مونږ د پاکستان په اړه کومه نوې جامع کړن لاره په مخ کې نه لرو . پکارده چې په دغو اړیکو له سره فکر وشي.

رویټرز لیکي دپاکستان د غصې په وړاندې ، سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مایک مولن له دریځه ځان لرې ساتلی دی. دسي ای ای شنونکې او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه پخوانۍ چارواکې ( لیزا ـ کورتیس ) وايي : زما خیال دادی چې دامریکا د حکومت لوړ پوړي چارواکي د مایک مولن د بیان سره متفق دي، خو هغوی د پاکستان د ورانیو په وړاندې د کوم بل ګام د پورته کولو فکر نه دی کړی نو ځکه اوس هغوی د مولن د سخت بیان نه بیرته په شاکیږي.

د امریکا د استخباراتي ادارې ( سي ـ ای-ای ) پخوانی چارواکی بروس ریډل وايي امریکايي حکومتي چارواکي انګیري چې دپاکستان سره مونږ باید له سختۍ نه کار واخلو خو زما د واکمنۍ پرمهال نه ، نو که په دغو ټولو څیزونو نظر واچول شي نو بیا د فشار اچولو خبره څه شوه ؟

رویټرز اژانس لیکي په هم دې حال کې د بي پایلټه الوتکو د بریدونو په سر هم دامریکايي او پاکستاني چارواکو ترمنځ د نظر د اختلاف جنګ روان دی. نو ایا د اوباما انتظامیه به په راتلونکي وخت کې د بې پایلټه الوتکو بریدونه نور هم تیز کړي ؟ ددې پوښتنې په ځواب کې یو امریکايي چارواکی چې نوم یې په رپورټ کې نه دی اخیتل شوی وايي : هوايي بریدونه هیڅ ډول ستونزه نه لري ، پاکستان په پټه ددې منظوري ورکړې ده . ددې باوجود چې ددغو بریدونو د ترسره کولو لپاره د الوتکو د خیژولو مرکزونه وروسته له هغې افغانستان ته اړول شوي چې په تیره مئی میاشت کې امریکايي کومانډویانو په ایبټ اباد کې د القاعده مشر اسامه بن لادن ووژلو .

اژانس لیکي نورې نظامي لارې لکه په ښاري سیمو د بې پایلټه الوتکو بریدونه کول چې د ولسي خلکو د زیانونو کچه لوړولی شي او یا دپایلټ لرونکو امریکايي الوتکو له خوا بمباري دم ګړۍ ته شوني نه ښکاري.

رویټرز لیکي پاکستان ته داخبره رسول شوې چې امریکايي پوځیان به د پاکستان خاورې ته نه دا خلیږي. خود نظامي بریدونو ترڅنګ امریکا د فشار د اچولو لپاره نورې لارې هم لري لکه د مرستو کمول ، په نړیوال بانک کې د پاکستان د ملاتړ نه لاس اخیستل او د هند پلو زیاته توجه ورکول .

رویټرز لیکي داپه داسې حال کې ده چې د امریکا کانګرس لا تراوسه د حقاني ډله د یو ې بهرنۍ اورپکې ډلې په نوم نه ده پیژندلې ، خکه دوی انګیري چې د حقاني ډله به د سولې د مذاکراتو یوه برخه وګرځیږي.

د امریکا د استخباراتي ادارې ( سي ـ ای-ای ) پخوانی چارواکی بروس ریډل وايي خو په دې اړه خبرې روانې دي چې پاکستان دترهګرۍ ملاتړ کونکی هیواد اعلان شي خو امریکا به پاکستان پر دې خبره ویروي ، پر ځای ددې چې عملا دا کار وکړي.
XS
SM
MD
LG