د لاسرسي ځای

تازه خبر

ممتاز قادري ته د مرګ سزا واورول شوه


په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثیر وژونکي ممتاز قادري ته د مرګ سزا اورولې ده.

په راولپېنډۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت قادري ته دوه ځله د مرګ او د ۲۰۰۰۰۰ روپۍ جرمانې سزا اورولې ده. د ممتاز قادري د مقدمې اورېدنه د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې کېده. سلمان تاثیر د روان (۲۰۱۱ز) کال د جنورۍ په څلورمه، خپل ساتونکي ممتاز قادري په اسلام اباد کې وژلی وو. قادري ویلي ول چې سلمان تاثیر یې ځکه وواژه چې د اسلام د پیغمبر ص، سپکاوی یې کړی وو. د معاملې د اورېدنې پر مهال، د ترهګرۍ ضد د عدالت قاضي جسټس سید پروېز علي شاه وویل چې ممتاز قادري په خپل بیان کې جرم منلی دی، او ویلي یې دي چې د سلمان تاثیر وژلو ته هیڅ کس نه دی لمسولی. عدالت ویلي چې قادري په اووه ورځو کې د سزا پر ضد اپیل کولای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG