د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو پر ځای له پاکستان سره خبرې کوو


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ويلي چې حکومت به يې د طالبانو پر ځای، له پاکستان سره خبري کوي.

د جمعې په ورځ، په کابل کې د ديني عالمانو يوې غونډې ته د وينا پر وخت نوموړي وويل چې د سولې د شورا د مشر برهان الدين رباني تر وژنې وروسته دا خبره يقيني شوه چې دوی به اوس له پاکستان سره خبرې کوي: ((د افغانستان خلک له ما پوښتنه کوي چې د سولې په خبرو کې ته له چا سره غږېږې؟ خلک وایي، ولسمشره! تا چې د روغې جوړې غږ اوچت کړی له چا سره روغه کوې؟)) ولسمشر حامد کرزی وايي: ((زه بغير له دې چې ووایم مقابل لوري مې پاکستان دی بل ځواب نه لرم، ځکه چې ملا محمدعمر اخوند خو زه نه شم میندلی چې هغه چېرته دی؟ د طالبانو شورا نه شم میندلی، دا چېرته ده؟)) بل لوري ته افغان چارواکي وايي چې د برهان الدين رباني د وژلو پلان په کوټه کې تيار شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG