د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د میلیونونو ډالرو د بییې مخدره توکي ونیول شو


نیټو وایي، افغان او بهرنيو ځواکونو د افغانستان جنوب کې د ۳۵۰ ملین ډالرو په ارزښت نشيي توکي نیولي دي.

نړیوال مرستندویه سوله ساتو ځواکونو) ایساف )چې نېټو یې مشري کوي، ويلي دي، چې ځواکونو یې د ګل په ورځ په هېلمند ولایت کې پر یوه کارخانه د چاپې پر مهال نشیي توکي نیولي دي.په دې موادو کې ۱۰۰ کلو ګرام هېروین هم شامل وو.

د ملګرو ملتونو د نشيي توکیو او جرمونوضد اداره وایي ،په افغانستان کې د نشيي توکیوله کروندګرو او قاچاقبرانو څخه د مالیې راټولو په مد کې وسله وال طالبان هرکال نژدې له ۱۰۰ نه تر ۴۰۰ میلیونه ډالره پورې پيسې ترلاسه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG